زرګونه خلکو د لمر نیونې د "اور کړۍ" ولیده

کسوف کتونکي د انځور حقوق Reuters
Image caption جاپان کې زرګونه کسانو دا تماشا ولیده.

د اسیا او لوېديځې امریکا په ګڼو هېوادونو کې زرګونه خلکو د لمر نیولو یا کسوف د اور حلقې تماشا وکړه.

دا کسوف په داسې وخت کې شوی، چې سپوږمۍ له ځمکې تر ټولو ډېر لیرې واټن کې ده، چې په پایله کې په بشپړ ډول د لمر سطحه نه شي پټولی.

په اسیا کې دې تماشا ته زرګونه کسان ولاړ وو.

دغه کسوف پوره څلور نیمې دقیقې دوام وکړ.

د کسوف دا څپه پر جاپان، او د توکیو پر اسمان ښه ښکارېده، چې بیا وروسته د ارام سمندر پر اسمان تېره او ان د امریکا الاسکا، کالیفوریان او اوریګون ایالتونو ته هم ورسېده.

د جاپان د ساتېرۍ په ځایونو او ښوونځيو کې زرګونه کسان ددې تماشې لیدو ته راغونډ شوي وو.

همدارنګه، په چین او ټایوان کې هم خلکو دا تماشا کتله.

د توکیو په تلوېزیون د لمر نیولو یا کسوف حالت په ژوندۍ بڼه خپرېده.

د انځور حقوق Getty
Image caption په اسیا کې زرګونه کسانو ''د اور کړۍ'' ولیده.

د کسوف پر وخت د توکیو اسمان ورېځ شو او نرۍ باران هم اورېده، چې خلکو دا کسفو په ډېره روښانه توګه لیده.

د جاپان فوجي غره پر سر د لمر نیولو د روښانه عکسونو اخیستو لپاره د پاناسونیک یو لوی الکترونیکي ماشین هم لګول شوی و.

دغه شرکت وویل چې "زموږ هدف دا دی چې په نړۍ کې تر ټولو لوی حلقوي کسوف انځور کړو، هغه هم د جاپان د غره له سر څخه."

خو د هانګ کانګ اوسېدونکو بیا دا کسوف ونه شوای لیدلی؛ که څه هم سلګونه کسان یې تماشا ته راغونډ شوي وو، خو خړو ورېځو یې مخه نیولې وه.

ورته مطالب