د شیکاګو کنفرانس ناراضه مېلمه

زرداري او کلنټن د انځور حقوق Reuters
Image caption اوباما له زرداري سره د خبرو لپاره هیلري کلنټن خپله ځایناستې وټاکله.

د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره د ناټو د عمومي منشي اندریس فو راسموسن او د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د لیده کاته لغو کېدل د پاکستان ستونزمن پرېوتل.

امریکا د جګپوړو پاکستاني چاروکو د دې اوږده سفر هدف دا و چې له ولسمشر اوباما سره وګوري، او د شیکاګو د غونډې په څنډه کې د سیمې پر تودو مسایلو د پاکستان نظر په ډاګه کړي.

خو د کنفرانس واکمنې فضا پاکستان له ځانه لیرې وساته.

که څه هم د ناټو عمومي منشي له له زرداري سره د سفر د لغو کېدو اصلي سبب له لندنه شیکاګو ته پر وخت د نه الوت بهانه وبلله، او اوباما هم له زرداري سره د خبرو پېټی پر هیلري کلنټن واچاوه، خو ډېری کسان دا کار د پاکستان د سپکاوي په مانا بولي.

د امریکا متحده ایالتونو په شمال لوېديځ شیکاګو ښار کې د ناټو تر ټولو لویه سرمشریزه، چې د شاوخوا شپیتو هېوادونو او سازمانونو مشران وربلل شوي، له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.

د ناټو له چوکاټ بهر پاکستان د امریکا یو لوی متحد هېواد دی، خو واشنګټن له یوه داسې هېواده چې هر کال یې یو میلیارد ډالر مرسته ورکوله، دا تمه نه لرله په سیمه کې د ناټو ماموریت لپاره سرخوږی جوړ کړي.

زرګونه لارۍ

له پاکستانه د ناټو مشرانو تمه دا وه چې د ولسمشر زرداري له سفر مخکې لږترلږه پاکستان د ناټو اکمالاتو ته لاره پرانیزي.

شپږ میاشتې وشوې، چې پاکستان ونه شوای کړای چې افغانستان کې د ناټو لپاره د اکمالاتو حیاتي لارې په اړه پرېکنده تصمیم ونیسي، چې له دې سره د پاکستان د ننه د ناټو زرګونه لارۍ توکي بند پاتې دي.

د تېر کال په وروستیو کې د پاکستان پر پوله د ناټو په بمبار کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو له وژل کېدا وروسته، پاکستاني پوځ دا مساله هومره سیاسي کړه، چې تر اوسه یې پاکستاني پوځي او سیاسي مشران د حل په موندلو کې هک پک پاتې دي.

د پاکستان مشهور شنونکی نجم سیتي دواړه ځوکونه (ناټو او د پاکستان پوځ) ددې وضعیت په رامنځ ته کولو کې ګرم بولي.

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال د ناټو بمبار کې د ۲۴ پاکستاني پوځيانو له وژل کېدا وروسته پاکستان د ناټو پر اکمالاتو لار وتړله.

ښاغلي سیتي بي بي سي ته وویل، چې د پاکستان دولتي چارواکي او د پوځ تېروتنې ددې لامل بولي چې په وینا یې پاکستان یې د خپلو نړیوالو ملګرو په سترګو کې کم راوست.

هغه وايي: "زموږ لویه تېروتنه دا وه چې له امریکا سره مو د ستراتیژيک تړون لار وتړله، او هم مهاله مو له امریکا سره جنګېدونکې حقاني شبکې ته پناه ورکړه."

ښاغلی سیتي زیاتوي، د پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو له پېښې راپورته شوي اور ته لمن وهل، تر پارلمانه رسول ددې لامل شوه چې پارلمان د ناټ، د هرې اکمالاتي لارۍ پر سر ۲۵۰ ډالر مالیه ولګوي، او امریکا ته ووايي چې د څارګرو الوتکو بریدونه ودروي.

نوموړی وايي چې دا دواړه شرطونه ډېر ګران او امریکا یې نه مني، خو زیان یې تر ټولو ډېر پاکستان ته واوښت.

پر دې شخړمنو مسایلو سربېره، ددې لپاره چې ناټو افغانستان کې خپل ماموریت په بریالیتوب پای ته ورسوي، وايي چې د پاکستان همکاۍ ته اړتیا لري او د پاکستان دلاسا کول هم اړین دي.

ورته مطالب