هند کې د اورګاډو ټکر کې ۱۵ کسان مړه شوي

هند د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ټکر له کبله یوه ګاډي اور اخیستی او په کې سپاره مسافر بند پاتې شوي دي.

د هندوستان په سوېلي ایالت اندرا پرادیش ایالت کې دوه ګاډي ټکر شوي، چې له کبله یې لږترله ۱۵ کسان مړه شوي او ۲۵ نور ژوبل شوي دي.

ټکر د سه شنبې ورځ سهار مهال رامنځ ته شوی دی.

ځايي چارواکو ویلي چې یو مسافر وړونکی ګاډی له یوه بل بار وړونکي ګاډي سره ټکر شو.

له ټکر سره ګاډی له پټلۍ وتلی دی.

یوه ځايي چارواکي ويلي، د مسافر وړونکي ګاډي چلوونکي د بار وړونکي ګاډي له لیدو سره سم بریک نیولی، خو ناڅاپه له پټلۍ وتلی او ټکر شوی دی.

د ټکر له کبله یوه ګاډي اور اخیستی او په کې سپاره مسافر بند پاتې شوي دي.

د پولیسو یوې سرچینې ویلي چې اته کسان په اور کې سوځېدلي دي.

سرچینه زیاتوي چې لږترلږه ۳۵ ژوبل شوي کسان نژدې روغتون ته وړل شوي دي.

ژغورندویې ډلې هڅه کوي چې ژوبل شوي کسان وژغوري، چې تر اوسه یې ۷۰ کسان ژغورلي دي.

ورته مطالب