د ''خرې'' پر سر شخړې انسانان ووژل

خره د انځور حقوق
Image caption خره د یوه قوم او خر د بل قوم و.

د سعودي عربستان "الاقتصادیه" ورځپاڼې ویلي چې د یمن په "اب" سیمه کې پر یوې خرې د خره د تېري له کبله دوه قومونه ان د وسلو اخیستو ته اړ شوي دي.

یمني رسنیو هم ویلي چې د "مکابس" قبیلې یوه خره د "بني عباس" قبیلې پر یوې خرې تېری وکړ، چې په پایله کې د خرې څښتن خر سخت وواهه او ددواړو قبیلو ترمنځ شخړه وشوه.

رسنۍ وايي چې ددواړو قبیلو کسان له وسلو او لاسي بمونو سره راووتل چې په پایله کې څو کسان ووژل شول او ټپیان شول.

د یمن یوې امنیتي سرچینې ویلي چې دا مهال د پېښې په اړه پلټنه روانه ده او له ښکېلو غاړو یې اته کسان نیولي دي.

ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.

ورته مطالب