پاکستان کې څارګرو الوتکو څلور اورپکي وژلي

Image caption د څارګرو الوتکو بریدونو د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ سیاسي اړیکي ترینګلي کړي دي.

د پاکستان په شمال لوېديځ قبایلي سیمه کې څارګرو الوتکو لږترلږه څلور اورپکي په برید کې وژلي دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې برید میرانشا ته څېرمه پر یوه کور شوی دی.

میرانشا د وزیرستان په شمال کې له لویو ښارونو دی، چې په غالب ګمان د پاکستاني طالبانو د تحریک او القاعدې سره تړلي خواخوږي په کې فعالیت کوي.

د پاکستان پارلمان تېره میاشت پر پاکستاني خاوره د امریکا د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د بندولو کلکه غوښتنه وکړه.

د څارګرو الوتکو بریدونو د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ سیاسي اړیکي ترینګلي کړي دي.

د امریکا متحده ایالتونه وايي چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه نه بندوي، او وايي چې دا د القاعدې او اورپکو په له منځه وړلو کې غوره جګړه ییز تاکتیک دی.

ورته مطالب