ټلواله: حمص کې حکومتي ځواکونو ۸۸ کسان وژلي

حمص د انځور حقوق AP
Image caption د سوري نظام مخالفین وايي چې حکومتي ځواکونو پر حمص بمبار کړی دی.

په سوریه کې د ټلوالې فعالینو ویلي چې حکومتي ځواکونو په حمص کې ښار کې لږترلږه ۸۸ کسان وژلي دي.

دوی وايي چې په دې "ټول وژنه" کې ۱۳ ماشومان هم دي.

فعالین ادعا کوي چې حکومتي ځواکونو پر حمص ښار بمبار کړی دی.

که چېرې د مړو شمېر دقیق ثابت شي، نو د تېرې میاشتې له اوربند وروسته به دا سوریه کې تر ټولو لوی ناورین وي.

بل خوا، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون ویلي چې ټلواله د ځينو ښارونو پر "ډېری سیمو" واکمنه ده.

نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سوریې د ناامنیو ختمولو لپاره د ملګرو ملتونو هڅې دوام لري، خو په وینا یې "ډېر لږ پرمختګ" شوی دی.

بان کي مون د سوریې اوسنی وضعیت "ډېر زیات خطرناک" بللی دی.

نوموړي پر نړیوالو غږ کړی چې د جګړې هېڅ لوري ته وسلې ورنه کړي.

ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۱۱ له مارچ راهیسې د ولسمشر بشارالاسد ضد پاڅون له پیلېدا راهیسې لږترلږه لس زره کسان وژل شوي.

په سوریه کې نړیوالې رسنۍ په ازاده توګه فعالیت نه شي کولي، او د تاوتریخوالي دقیق رپوټونه هم نه شي ورکولی.

د وسلو بېړۍ

Image caption ملګري ملتونه وايي چې د ۲۰۱۱ له مارچ راهیسې د ولسمشر بشارالاسد ضد پاڅون له پیلېدا راهیسې لږترلږه لس زره کسان وژل شوي.

بل خوا، "العربیة" تلوېزیون په یوه راپور کې ویلي چې په وسلو یوه بار روسۍ بېړۍ سوریې ته روانه ده، چې له تمې سره سمه به د اوونۍ په پای کې د سوریې بند ته ورسېږي.

سوریه د روسي وسلو تر ټولو لوی واردوونکی هېواد دی.

د امریکا متحدو ایالتونو او اروپا له امنیت شورا غوښتي وو چې سوریې ته د وسلو پر واردولو بندیز ولګوي.

خو روسیې د چین په مرسته دا وړاندیز رد کړی، او وايي چې په سوریه د وسلو د پلورلو قرارداد لري.

رویټرز خبري اژانس ته یوه لوېديځوال دپلومات ویلي چې د "پروفیسور کاټسمن" په نامه یوه بېړۍ چې د یوه قبرسي شاهي شرکت ده، له روسیې اسد ته وسلې لېږدوي.

ورته مطالب