وزیرستان کې څارګرو الوتکو څلور "اورپکي" وژلي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption شمالي وزیرستان د پاکستاني اورپکو ټينګ مرکز او د فعالیت اصلي سیمه بلل کېږي.

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه میرانشاه بازار کې د امریکا څارګرو الوتکو څلور کسان وژلي دي.

پاکستاني چارواکي وايي، برید د میرانشاه بازار کې پر یوه کور شوی دی.

دوی وايي چې بازار کې د کولچه پخولو پر سر دویم پوړ کې دوې خونې په نښه شوې، چې په وینا یې دوه عرب اورپکي هم په کې وو.

دوی وايي چې به دې برید کې څلور کسان وژل شوي، چې دوه په کې عربان او دوه ددوی پاکستاني ملګري دي.

دا برید د شنبې پر ګهيځ وختي شوی دی.

شمالي وزیرستان د پاکستاني اورپکو ټينګ مرکز او د فعالیت اصلي سیمه بلل کېږي.

فرانس پرېس خبري اژانس د یوه جګپوړي پاکستاني چارواکي په حواله ویلي چې "د امریکا څارګرې الوتکې پر یاد شوي کور دوه توغندي توغولي، چې په پایله کې څلور وسله وال وژل شوي، خو هویت یې نه دی په ډاګه شوی."

خو یوې بلې سرچینې ویلي، چې په وژل شوو کې دوه عربان دي.

واشنګټن د پاکستان قبایلي سیمې د وسله والو د فعالیت اصلي ځای بولي او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د القاعدې او د هغوی د خواخوږو د مشرانو له منځه وړلو لپاره غوره جګړه ییز تاکتیک بولی.

امریکا دا ادعا هم لري چې له دغې سیمې د حقاني شبکه افغانستان کې د امریکا ضد بریدونو پلانونه جوړوي او ترهګر ورلېږي.

ورته مطالب