ميليبند: افغان سياسي حل ته دې هلې ځلې وشي

د برتانيا د مخالف کارگر گوند مشر ايډ مېلېبنډ وايي که نړيواله ټولنه په افغانستان کې يو تلپاتې هوارى غواړي نو مټې دې نورې هم راونغاړي.

ښاغلي مېلېبنډ اندېښنه وښوده چې د ٢٠١٤ په پاى کې د جگړه ييزو ځواکونو تر وتلو وروسته ښايي افغانستان بېرته پر يوه ناکام دولت واوړي.

ده افغانستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پاى کې چې پر امنيتي دليلونو کلک پټ ساتل شوى و، دا خبرې کولې.

افغانستان ته په دغه دوه ورځني سفر کې ايډ ميليبند په سويلي ولايت هلمند کې له ځاى پر ځاى شويو برتانوي سرتيرو سره په پوځي اډه کې وليدل او ويې ويل چې د سرتيرو کار د ډير درناوي وړ دى.

دۀ وويل په افغانستان کې د برتانوي سرتيرو د يوې لسيزې د قربانيو لمانځنه په دوه ډوله کيداى شي:

يو د ٢٠١٤ کال په پاى کې د ناټو د ځواکونو د وتلو پر وخت دې په افغانستان کې پايېدونکى سياسي ثبات وي او بل دا چې خپله په برتانيا کې دې د وسله والو ځواکونو د غړو پر ضد تعصب او توپيري چلند ختم شي.

دۀ وويل د دۀ گوند کارگر به پر دې موضوع د ټولو گوندونو د خبرو د پيليدا هڅه وکړي.

په کابل کې ښاغلي ميليبينډ د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره وليدل او بي بي سي ته يې وويل چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د سياسي پرمختگ لپاره هڅې لا ډيرې کړي.

خو دۀ د ځواکونو د ايستلو په برخه کې د برتانوي حکومت د مهال وېش بشپړ ملاتړ وکړ او ويې ويل دا به ښه نه وي چې اوس عسکر کډه بار کړي او کور ته ستانۀ شي.

د شنبه په ورځ ( د مۍ ٢٦ ) ښاغلي ميليبند د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره وليدل او ډاډ يې ورکړ چې په لندن کې به پر چارواکو ټينگار کوي چې له کابل سره مرستو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول له ايد ميليبند سره په خبرو کې وویل:

"موږ په تیره لسیزه کې په افغانستان کې د خپلو خلکو په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ژوند کې ډیرې لویې لاسته راوړنې لرو. په دغو ګډو لاسته راوړنو کې د برتانیا رول په ځانګړي ډول ارزښتناک وو."

ډاکټر رسول همدارنګه ښاغلي میلیبنډ او ورسره مل پلاوي ته د آسیا زړه هیوادونو په سیمه کې چې افغانستان ورته د باور او اعتماد د پورته کولو په اړه ډیر اهمیت قایل دى معلومات وړاندې کړل.

افغان وزير له خپلو نړیوالو متحدینو سره د افغانستان د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو په اړه، د برتانیا په ګډون، چې د راتلونکې په هکله د افغانستان د خلکو د باور او اعتماد ساتلو په برخه که اهمیت لري ، اشاره وکړه .

ډاکټر رسول همدارنګه زیاته کړه چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو تړون د شنبه په ورځ ( د مۍ ٢٦) د ولسي جرګې له خوا په قاطع اکثریت تصویبیدل د افغان ولس د يو والي نخښه وبلله :

" د افغانستان د ټولو قشرونو ترمنځ د تیرې لسیزې د پرمختګونو په ساتنه کې او له نړۍ سره په افغانستان او سیمه کې د سولې،ټیکاو او بریالیتوب په هکله زموږ د نژدې همکارۍ په اړه د نظر یووالې ښیي."

ښاغلي میلبنډ وویل چې د دوی ګوند به له افغانستان سره د برتانیا حکومت همکاریو ته د هڅوونې لړۍ روانه وساتي.

ورته مطالب