د سوریې ټول وژنه په نړیواله کچه وغندل شوه

سوریه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په وژل شوو کې د ۳۲ ماشومانو عمرونه له لسو کالو ټيټ ښودل شوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي او نورو نړیوالو مشرانو په سوریه کې د څه باندې ۹۰ ولسي وګړوي ټول وژنه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ د سوریې د ټول وژنې په اړه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا د بېړنۍ غونډې جوړولو غوښتنه کړې.

ملګرو ملتونو ویلي چې د سوریې په ''الحولة'' سیمه کې حکومتي ځواکونو د ۳۲ ماشومانو په ګډون لږترلږه ۹۰ ولسي وګړي وژلي دي.

د وژل شوو ماشومانو عمرونه له لسو کالو ټيټ ښودل شوي.

سوري حکومت دا ټول وژنه د "وسله والو اورپکو ډلو" کار بللی دی.

د بان کي مون یوه ویاند مارټن نسیرکي ویلي چې بان کي مون او کوفي عنان دواړو "د سوري ماشومانو، ښځو او نارینه وو ټول وژنه په کلکو ټکو غندلې ده."

"وېروونکی وحشي عمل"

نسیرکي زیاتوي، چې د نړۍ مشرانو دا کار "وېروونکی وحشي" عمل او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

متحده عربي اماراتو هم په تېره شنبه د عربي هېوادونو په بېړنۍ غونډه کې دا وژنه غندلې ده.

سوریې ته د نړیوالو څارونکو مشر جنرال رابرټ مود هم منلې، چې په الحولة کې تر ۹۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي.

دا تېره میاشت په هېواد له اوربند راهیسې تر ټولو ډېره خونړۍ پېښه ده.

د انځور حقوق
Image caption ملګري ملتونه وايي د بشارالاسد د نظام پرضد د تېر کال له پاڅونونو راهیسې لږترلږه لس زره کسان وژل شوي دي.

جنرال مود زیاتوي چې څارونکو د هغو ۳۲ وژل شوو ماشومانو مړي شمېرلي چې عمرونه یې تر لس کالو ټيټ وو دي.

خو هغه د دغو وژنه د پړې ګوته نېغ په نېغه چا ته ونه نیوله، او وویل چې نړیوال څارونکي به یې په اړه راپور جوړ کړي.

بل خوا، په تېره شنبه د سوریې ازاد پوځ ویلي وو چې اوربند ته ځکه دوام نه شي ورکولی چې په وینا یې "سوري نظام د اوربند پرېکړې ته غاړه نه ږدي."

ددغه پوځ په ویناپاڼه کې راغلي چې "که چېرې امنیت شورا د ولسي خلکو د خونديتوب لپاره بېړني ګامونه وانخلي، نو د عنان د سولې پلان به په سین لاهو شي."

ملګري ملتونه وايي د بشارالاسد د نظام پرضد د تېر کال له پاڅونونو راهیسې لږترلږه لس زره کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب