بالي د کوکایینو د قاچاق په تور برتانوۍ نیولې ده

لینزي سنډیفورډ د انځور حقوق AFP
Image caption آغلې سنډیفورډ نارنجي د بندیانو لنډ خت په تن کې دی.

د اندونیزیا ګمرګي چارواکو یوه برتانوۍ په دې تور نیولې ده، چې ګني بالي ټاپو ته یې د یو اعشاریه شپږ میلیون یورو په ارزښت کوکایین په قاچاقي ډول لېږدولي.

۵۶ کلنه لیندزي سنډيفورډ له څلور اعشاریه اوو کیلوګرامه کوکایینو سره لاس په لاس نیول شوې او درول شوې ده.

هغه د تایلنډ له بنکاکه اندونیزیا ته د مۍ پر ۱۹مه تللې ده.

ویل کېږي چې هغې دغه کوکایین درو برتانویانو او یوه هندي وګړي ته لېږدول.

له دوی هم پوښتنې ګروېږنې پیل شوې دي.

چارواکو تر اوسه دا نه ده په ډاګه کړې چې ګني آغلې سنډيفورډ برتانوۍ ده.

د اندونیزیا د قانون له مخې، د نشه يي قاچاق وړونکو لپاره سزا اعدام ټاکل شوی دی.

تور ماسکونه

په اندونیزیا کې دا مهال ۱۴۰ کسان د مرګ شېبې شماري، چې ټول د قاچاق په تور نیول شوي او درېیمه برخه یې بهرنیان دي.

په کوتا ښار کې د خبري کنفرانس اخیستل شوي انځورونه ښيي چې آغلې سنډیفورډ د خپل مخ پټ ساتلو هڅه کوي او شاوخوا ترې د ګمرک چارواکي راټول دي.

په انځور کې نوموړې د هغه مېز مخې ته ولاړه ده، چې چارواکي یې پر سر نیول شوي تړلي بنډلونه په چړو پرانیزي.

آغلې سنډیفورډ نارنجي د بندیانو لنډ خت په تن کې دی.

چارواکو ویلي چې یو بل انځور یې هم لري چې تور ماسک یې اچولی دی.