امنيت شورا د سوريې "ټول وژنه" وغندله

سوریه د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې په وژل شوو کې ۳۲ هغه ماشومان دي چې عمرونه یې له لسو کالو ټيټ وو.

د ملگرو ملتو امنيت شورا د سوريې د حکومت له خوا د درنو وسلو کارول وغندل چې د يو ځايي وژنې پر مهال يې ١٠٨ ولسي وگړي ووژل او درې سوه نور يې ټپيان کړل.

حمص ته نژدې په الحوله کلي کې د جمعې ورځې په دغه ټولوژنه کې چې نړيواله غندنه يې راوپاروله، ٣٤ کوچنيان هم وژل شوي دي.

ملگري ملتونه وايي هغوى چې پړه دي، بايد ځواب ورکړي.

د سوريې حکومت له دغې وژنې انکار کړى او ترهگر يې پړه بللي، وايي چې دغه مهال يې ټانکونه په سيمه کې نه وو.

امنيت شورا په يوه خوله دا وينا چې پلي کېدل يې حتمي نه دي، ومنله او د سوريې له حکومت نه يې وغوښتل چې درنې وسلې د خلکو د اوسېدو له سيمو وباسي او عسکري چوڼيو ته يې ولېږدوي.

د امنيت شورا په وينا کې راغلي چې دغه ښار د توپونو او ټانکونو پر يو گڼو گوليو لگېدلى دى. وينا په ملگرو ملتو کې د آذرباييجان د مرستيال استازي توفيق موسى يف له خوا ولوستل شوه:

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګرو ملتونو د سوریې ټول وژنه یو وحشیانه عمل بللی دی.

"له ولسي وگړو سره د زور دا ډول بوږنوونکې کارېدنه، له نافذو نړيوالو قوانينو او دغه راز د امنيت شورا له ١٢٤٢ او ١٢٤٣ پرېکړه ليکونو څخه سرغړونه ده چې، په ولسي ځايونو کې د درندو وسلو د استعمال د بندېدو په گډون، د تاوتريخوالي د ټولو ډولونو پايته رسېدل غواړي. د امنيت شورا غړو يو ځل بيا ټينگار وکړ چې هر ډول تاوتريخوالى، په هره بڼه کې او د هر چا له خوا چې وي، بايد پايته ورسېږي."

ډېپلماتان وايي دا بېړنۍ تړلې غونډه تر هغه وروسته را وبلل شوه چې روسيې د فرانسې او برتانيا گډه وينا چې په کې دغه وژنه غندل شوې وه، رد کړه.

ورته مطالب