د حوله ډېری وژل شوي 'اعدام شوي دي'

سوریه د انځور حقوق Reuters
Image caption د حوله په ټول وژنه کې لسګونه ماشومان هم دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د سوریې په حوله کې د‍ ۱۰۸ وژل شوو ولسي وګړو په منځ کې ډېری یې 'اعدام شوي دي.'

د تېرې جمعې په ورځ د سوریې په حوله ښار کې لږترلږه ۱۰۸ کسان ووژل شول، چې ۳۲ یې له لسو کالو د ټيټ عمر ماشومان وو.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ددفتر ویاند ویلي، عیني شاهدانو څارونکو ته ویلي چې د واکمن رژیم ملېشو دا وژنې کړې دي.

ژغورل شوو کسانو ویلي چې په وسلو سمبال کسان په کورونو ورغلي، ډزې یې کړې دي او د ماشومانو مرۍ یې پرې تاو کړې دي.

د ملګرو ملتونو خپره شوې ویناپاڼه کاږي، چې د عرب لیګ استازی کوفي عنان په دمشق کې له ولسمشر بشارالاسد سره ګوري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ ویاند روپرټ کولویل خبریالانو ته په جنیو کې ویلي، لومړنۍ پلټنو ښودلې چې تر ۲۰ ډېر قربانیان حوله ښار ته څېرمه په 'تالداو' کلي کې وژل شوي.

نوموړي ويلي چې ډېری دا کسان د ټانک او وسلو په ډزو وژل شوي:

''په تالداو کې زیاتره ژوندي پاتې کسان په دوو جلا پېښو کې اعدام شوي دي.''

وړاندې، ژغورل شوو بي بي سي ته ویلي وو، وژنې هغو ملېشو کړې دي چې علوي کلیو ته څېرمه په شبیحا کې اوسېږي.

ښاغلي عنان دا ټول وژنه یو وحشیانه عمل بللی دی.

ورته مطالب