اندونیزیا وايي ۴۷ ناقانونه افغان کډوال یې نیولي

افغان کډوال د انځور حقوق AP
Image caption تېره جنورۍ کې هم اندونیزیا وویل چې پلازمېنې جاکارتا ته څېرمه یې نژدې ۸۰ ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.

اندونیزیا ویلي چې د تېرې یکشنبې په ورځ (جون درېیمه) یې په لوېديځه جاوا کې ۴۷ ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.

د اندونیزیا پولیسو ویلي چې دغو افغان کډوالو استرالیا ته رسېدل او هلته د پناه په لټه کې وو.

د اندونیزیا د یوې سیمې د پولیسو مشر ویلي چې "۴۷ ناقانونه افغان کډوال مو ونیول چې چې استرالیا ته د اوښتو هڅه یې کوله. دوی په دوو ګاډو کې بېرته شا ته ستانه کړل شوي دي."

پولیسو ویلي چې ځینو کډوالو د تېښتې هڅه وکړه، خو پولیسو راټینګ کړل.

سیمه ییزو چارواکو ویلي چې له ټولو نیول شوو کډوالو پولیسو پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي:

"موږ لاهم له دغو ناقانونه کډوالو تحقیقات کوو. "

ویل کېږي هغه سیمه چې دغه افغان کډوال په کې نیول شوي، تر ډېره د قاچاق چیانو د قاچاق لاره ده.

سیمه ییزو پولیسو ویلي چې په دغه سیمه کې یې خپلې ګزمې ډېرې کړې دي.

په دغه سیمه کې ګڼ اسیايي کډوال وړاندې هم نیول شوي دي.

راپور وايي، چې په سیمه کې یې کب نیوونکو ته ویلي چې د هر شکمن کس او یا ډلې په اړه پولیسو ته خبر ورکړي.

د روان ۲۰۱۲ د اپریل په لومړیو کې اندونیزیا ویلي وو هغه ۱۲۰ افغان کډوال یې له ډوبېدا ژغورلي، چې اندونیزیا ته په یوه لرګینه کښتۍ کې سپاره وو. دوی وايي چې ددغو کډوالو کښتۍ سورۍ شوې وه.

او په تېره جنورۍ کې هم اندونیزیا وویل چې پلازمېنې جاکارتا ته څېرمه یې نژدې ۸۰ ناقانونه افغان کډوال نیولي دي.

ورته مطالب