نایجریا کې د الوتکې لوېدو ۱۵۰ کسان وژلي

نایجریا د انځور حقوق Reuters
Image caption الوتکه د استوګنې پر سیمه رالوېدلې ده.

يوه سپرلۍ وړونکې الوتکه د نايجريا په لوى ښار لېگاس کې لوېدلې او ټولې يو سل او پنځوس سپرلۍ يې وژل شوي دي.

دا الوتکه چې "ډانا" هندي شرکت چلوله، له پلازمېنې ابوجا نه د راتگ پر مهال لوېدلې او پر ودانيو لگېدلې او سوې ده.

پر ځمکه هم زيانونه اوښتي خو لا روښانه نده چې څومره کسان به وژل شوي وي.

د نایجریا هوايي چلند ویلي چې په الوتکه کې هېڅ کوم مسافر یا عمله ژوندي نه دي پاتې شوي، او د لوېدو سبب هم روښانه نه دی.

په سيمه کې د بي بي سي يوه خبريال ټومي اولاديپو وويل چې ودانۍ ښايي تشه وي او زيانونه به ټول په الوتکه کې اوښتي وي: "الوتکه پر يوې مطبعې لگېدلې او شاوخوا يې نورې ودانۍ هم زيانمنې شوې او اور يې اخيستى دى. د مطبعې تر څنگ دا بله ودانۍ يوه نجاري وه او څرنگه چې دا د رخصتۍ ورځ وه نو ډېر لږ احتمال دى چې دننه دې څوک پکې وي."

عمومي ماتم

ولسمشر گوډ لک جانتان درې ورځنى ماتم اعلان کړيدى. د لېگاس د پوليسو يوه وياند د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې الوتکه د هوايي ډگر شمالي څنډو ته څېرمه پر ايجو سيمې لوېدلې چې خورا گڼ مېشتې ده.

د نايجريا د ناورينو د سمبالښت د ملي ادارې يوه وياند وويل احتمال شته چې پر ځمکه نور کسان هم ځپل شوي وي.

دا سوداگريزه الوتکه د نايجريا له پلازمېنې ابوجا نه لېگاس ته روانه وه چې ولوېده. د عيني شاهدانو له خولې ويل شوي چې الوتکه لومړى پر يوې دوه پوړيزې ودانۍ ولگېده او بيا په لمبو کېوته.

کله چې ولاړ کسان او د ژغورنې کارکوونکي سيمې ته ورسېدل نو يوه گډوډۍ راجوړه شوه.

خبريالانو د لوېدنې پر سيمه د الوتکې خپرې شوې ټوټې ليدلي چې اصلي تنه يې د اپارتمانو پر يوه بلاک نښتې ده.

خبریالانو ویلي چې د پېښې ځای کې پړسېدلي او سوځېدلي مړي لیدلي، خو وايي دا چې دا پېښه پر یکشنبې شوې ده، د رخصتۍ له کبله شاید پر لوېدلې مطبعه کې د کارکوونکو شمېر کم و.

د انځور حقوق AP
Image caption د نایجریا ولسمشر ګوډلک جنتن هېواد کې درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی.

په لوېديځه افریقا کې د بي بي سي خبریال ویل روس وايي، د پېښې پلټنه پیل شوې، خو چارواکي وايي چې د الوتکې د ثبت صندوق یې تر موندلو وروسته پولیسو ته یې سپارلی دی.

د ویلو ده چې د روانې میاشتې پر ۱۱مه هم د هندي هوايي "ډانا ایر" شرکت په یوه الوتکه کې تخنیکي ستونزه پېښه شوې وه- چې شاید همدا الوتکه وي – چې سم لاسي په لاګوس کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوه.

ددغه شرکت وېبپاڼې ویلي چې لوېدلې الوتکه MD-83 بوینګ ډوله وه، او د مورتالا محمد له هوايي ډګره یې نایجریا کې کورنۍ الوتنه کوله.

دغه هوايي ډګر په لوېديځه افریقا کې د مسافرو د پیوستون مهمه نقطه ده، چې د شمېرو له مخې په ۲۰۰۹ کال کې ترې شاوخوا ۲،۳ میلیون مسافر تللي او ورته راغلي دي.

ورته مطالب