د امریکا دفاع وزیر هند کې پر سیمه ییزو مسالو غږېږي

د انځور حقوق Getty
Image caption اسیا ته ددفاع وزیر په دې نهه ورځني سفر کې ویتنام او سنګاپور هم شامل دي.

د امریکا دفاع وزیر هند ته روان دی چې هلته له هندي چاروکو سره پر سیمه ییزو مسایلو وغږېږي.

راپورونه وايي چې ښاغلی پنیټا به له هندي چارواکو سره د اسیا لپاره د واشنګټن پر نوې تګلارې هم خبرې وکړي.

د امریکا دفاع وزیر له هندي لومړي وزیر منموهن سینګهـ سره هم پخپل دوه ورځني سفر کې خبرې اترې لري.

په تېر نومبر کې ولسمشر اوباما اعلان وکړ چې د اسیا پسفیک سیمه د امریکا د امنیتي تګلارې لپاره "لومړیتوب" لري.

د هغه ناڅرګند پیغام د چین لپاره ګواښ غوندې و.

تمه ده چې ښاغلی پنیتا به د چین – امریکا د پوځي همکاریو پر سر هم له هند سره وغږېږي.

همداشان، دغه امریکایی چارواکی افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د جګړې په اړه او همداشان د چین د اقتصادي ودې د مسالې او په سیمه کې د پوځي قدرتونو پر مسایلو هم خبرې کوي.

لیون پنیتا د هند له دفاع وزیر اې کي او د ملي امنیت له سلاکار سره هم خبرې لري.

اسیا ته ددفاع وزیر په دې نهه ورځني سفر کې ویتنام او سنګاپور هم شامل دي.

خبریالان وايي، شاید د پنیتا د سفر موخه د اسیا پسفیک سیمه کې د چین د مخ پر ودې نفوذ د مخنیوي لپاره د امریکايي ځواکونو غښتلي کول هم وي.

ورته مطالب