د شانګهاى په تړون کې افغانستان څارونکی ومنل شو

Image caption په سرمشریزه کې افغان ولسمشر وویل چې تمه لري له چینایې مشرانو سره د ستراتیژیکو همکاریو یو نوی تړون هم لاسلیک کړي

د چين ولسمشر د شانګهاى ټولنې د دوه ورځنۍ سرمشريزې په پای کې اعلان وکړ چې افغانستان يې د شانګهاى تړون د څارونکي په توګه ومانه.

د شانګهای د همکاریو سازمان شپږ غړو په بیجنګ کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د راتلونکي په ګډون پر ځینو امنیتي موضوع ګانو خبرې وکړې.

دغه دوه ورځنۍ سرمشريزه د چهارشنبې په ورځ (د مۍ ۶) د چين په بيجينګ کې پيل شوې وه چې افغان ولسمشر حامد کرزی هم له خپل پلاوي سره ورغلی و.

په سرمشریزه کې افغان ولسمشر وویل چې تمه لري له چینایې مشرانو سره د ستراتیژیکو همکاریو یو نوی تړون هم لاسلیک کړي

د چين ولسمشر هوجونتاو د سازمان د سرمشريزې په پاى کې د يوې خبري غونډې پر مهال په ډاګه کړه، چې افغانستان يې د دغه سازمان د څارونکي په توګه منلی دی.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند ليو ويمين هم وويل، چې د شانګهاى ټولنه بايد د افغانستان په امنيت او بيارغونه کې خپل مهم رول ولوبوي.

روسيه، چين، ازبکستان، قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان د دغه ټولنې بشپړ غړيتوب لري خو هندوستان، ايران، پاکستان او منګوليا د څارونکي، ترکمنستان او افغانستان تر اوسه د مېلمنو په توګه په دغه کنفرانس کې ګډون کاوه.

د يادونې وړ ده، چې د شانګهاى د همکاريو ټولنه په ٢٠١١ کال کې په رسمي ډول پرانيستل شو.

ورته مطالب