د سوريې په يو کلي کې د ټولوژنې نښې ليدل شوې

د انځور حقوق AP
Image caption په دغه انځور کې چې له يوې وېډيو اخيستل شوی، دوه هلکان په کې ليدل کېږي چې له حما ښار سره نژدې کلي کې له ټولوژنې ژوندي پاتې شوي دي.

د بي بي سي يو خبريال د سوريې په قبير کلی کې د انسانانو د بدنونو باتې شونی ليدلي، چې د تېرې چارشنبې/څلورنۍ پر ورځ په کې د ټولوژنې راپورونه ورکړل شوي وو.

پاول ډاناهر چې د ملګريو ملتونو له څارونکيو سره يې سفر کاواه، د سوريې په لوېديځ کې د حما له ښار سره نژدې په خالي شوي واړه کلي کې يې ودانۍ ليدلې چې ويجاړې شوې او سوځېدلې دي.

دا لا تر اوسه څرګنده نه ده چې د لسګونو قربانيانو له بدنونو سره چې راپورونه يې ورکړل شويو څه شوي دي.

د سوريې په بېلابېلو برخو کې د تاوتريخوالي پېښې روانې دي، چې په پلازمېنه دمشق کې هم د چاودنو د راپورونو پخلی هم شوی دی.

سره صليب خبرداری وکړ چې ۱.۵ مليون وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.

د ملګريو ملتونو سرمنشي بانکيمون چې مخکې يې د قبير ټولوژنې غندنه کړې، د کورنۍ جګړې د رابرسېره کېدونکي خطر خبرداری ورکړی، او د سولې نړيوال استازي کوفي انان ويلي چې د ده د سولې ۶ فقره ييز پلان نه پلی کېږي.

دسوریې مخالفانو د قبير ټولوژنې پړه له ولسمشر بشار الاسد سره پر تړلو ملېشو اچولې په داسې حال کې چې حکومت پر "ترهګرو" تور لګولی چې ګنې ملکيان وژني.

د ملګريو ملتونو څارونکی د جمعې په ورځ قبير ته رسېدلي چې د بي بي سي خبريال پاول ډاناهر هم ورسره ملګری و.

دوی چې د پنجشنبې/پنځنۍ پر ورځ سيمې ته د ورتلو لومړی هڅه کړې وه، تر بريد لاندې راغلي وو.

’سوځېدلې غوښې‘

د ملګريو ملتونو ویاندې سوسن غوشې له دغه کلي نه له ليدنې وروسته بي بي سي ته وويل د سيمې خلکو د ملګريو ملتونو ډلې ته ويل چې په قبير کې "له يو څو پرته نور ټول مړه شوي دي".

دې وويل ملګری ملتونه لا تر اوسه نه دی توانېدلي چې د وژل شويو يا ورکو شويو خلکو شمېر کره کړي، او د ځايي خلکو په مرسته د يو لست جوړولو زيار باسي.

د مېرمن غوشې په وينا په قبير کې يو کلی داسې ښکارېده چې د ټانګ او بېلابېلو کچو وسلو مرميو لګېدلی وي.

دې وويل په يو بل کور کې "دننه سوځېدلې غوښې، او د سوځېدلو غوښو بوی و".

ملکیان د څټک او سندان ترمنځ

د سوريې په درېيم لوی ښار حمص کې دا انګېرنه نوره نه شته چې ګنې هلته دې اوربند پر ځای وي.

د حکومتي ځواکونو توپونو په يو شمېر برخو، چې د سوريې خپلواک پوځ ياغيانو په کې سنګرونه نيولي، درنې ډزې کړې دي.

دا ټولې پېښې په حمص کې د ملګريو ملتونو څار ډلې څارګرو له پرله پسې شته والي سره سره کېږي، چې له څو اوونيو راهيسې په دغه ښار کې دي.

په پيل کې دوی د پوځ له خوا د درنو وسلو د کارونې په مخنيوي کې يو څه اغېز درلود، خو اوس داسې ښکاري چې دا د تېر خبره ده.

سره له دې چې د واکمن نظام ځواکونه په څرګنده د وسلو او شمېر له مخې پر وسله والو ياغيانو برلاسي دي، مساله يو اړخيزه نه ده.

د پنجشنبې/پنځنۍ پر ورځ واکمن نظام خپل ۲۹ سرتېري ښخ کړل چې په نښتو کې وژل شوي وو، او دا پېښې اوس ناعادي نه دي.

د فعالانو له لوري وروستي راپورونه د سوريي په ډېری برخو کې بريدونو او تاوتريخوالي پېښو خبرې کوي، چې د سوريې خپلواک پوځ او د دمشق په څنډو کې د واکمن نظام د پرتو ځواکونو ترمنځ نښتو راپورونه هم په کې وو.

په داسې حال کې چې شخړه او د بل هر وخت په پرتله لا ډېره پوځي بڼه غوره کوي، د زور تاو يې په زياتېدونکي ډول ملکيانو ته رسېږي.

د سره صليب نړيواله ټولنه يوازينۍ بهرنۍ موسسه ده چې د سوريې دننه فعاليت کوي.

د دغې ټولنې وياند شين ګواير وايي:

"دا په هېڅ ډول ښه انځور نه دی . حالت له اندازې زيات ترينګلی دی. هلته درنه جګړه روانه ده، په تېره بيا د حمص شاوخوا سيمه کې.

موږ په ځانګړي ډول د ملکيانو ترمنځ د لوړ شمېر مرګژوبلې په اړه اندېښمن يوو. ملکيان داسې ښکاري چې په پراخ ډول په جګړه کې راګېرېږي. موږ په دې اړه هم اندېښمن يوو، چې دوی د خپلې اړتيا طبي وسايل نه شي ترلاسه کولی."

د پراخو ډله ييزو لاريونونو عنصر، چې له امله يې دا ټوله مساله پيل شوې، لا تر اوسه د يوه خوځنده ځواک په توګه روان دي.

خو په ځانګړي ډول له وروستۍ ډله ييزې وژنې را په دې خوا چې پړه يې علوي لږکيو پر ملېشو اچول شوې، وېره دا ده که نړيواله ډيپلوماسي څه ګام پورته نه کړي، د روان کړکېچ د ژورېدونکي فرقه يي تاوتريخوالي عنصر به دغه هېواد د يوې داسې کورنۍ جګړې څنډې ته وروکاږي چې پای ته رسونه به يې خورا ګرانه وي.

ورته مطالب