م.م وايي سوریه کې د پراخې کورنۍ جګړې وېره شته

قبیر کلی
Image caption فعالینو ویلي چې سوري ځواکونو له وژنو وروسته د کلیوالو مړي همداسې پرېښي دي.

د ملګرو ملتونو څارونکي په پای کې توانېدلي چې د سوريې قبير کلي ته ننوځي.

دغه کلی د تېرې چارشنبې په ورځ د ټولوژنې يوې پېښې شاهد و، چې ويل کېږي حکومت پلوه ملېشو ترسره کړې ده.

د بي بي سي يو خبريال چې له دغو څارونکو سره په سفر کې ملګری و، د خپلو سترګو ليدلی حال بوږنوونکی بللی، چې په يو کور کې يې د انسان ماغزه او غونډه شوې وينه ليدلې، په داسې حال کې چې په يوه بل کور کې لا تر دغه وخته د سوځېدلې غوښې بوی خپور و.

خو دی وايي د چې د بدنونو نښې نه ليدل کېدې.

د سره صليب وياند شين ګواير د ملکيانو ترمنځ مرګ ژوبلې په اړه اندېښمن دي.

سوریه کې د بي بي سي خبریال پاول داناهار چې د ملګرو ملتونو له څارونکې ډلې سره مل دی، وايي، د مړو ټوټې او وچې وینې یې کورونو کې لیدلې دي.

نوموړی زیاتوي، چې دغه کلی سخت ویجاړ شوی، او نه د ژوندیو هېڅ څرک په کې نه لګېږي:

"د لومړي ځل لپاره چې کورونو ته ننوتو، د انسانانو د سوځېدلو غوښو بوی مو حس کړ، ښکاره خبره ده چې دلته سخت انساني ناورین تېر شوی. هرڅه بشپړ سوځېدلي، او کورونو کې هېڅوک نه شته."

په یوه کور کې د شا له خوا آر پي جي دېواکل کې لګېدلی. خو ورڅېرمه کور کې ناورین لوی و، چې ورننوتو د انسانانو هډوکي مو پرځمکه تیت پرک ولیدل، یو میز په وینو لت پت و. داسې ښکارېده چې یو چا ددغو وینو پاکولو او غوښو راټولولو هڅه کړې، خو تر وس یې تېره شوې ده. "

نوموړی زیاتوي: "د هېڅ وژل شوي پوره مړی مو ونه موند، خو پر لاره مو د ګاډو او ټانکونو پلونه ولیدل، نړیوالو څارونکو ویل چې شاید دلته زغره وال ټانکونه تېر شوي وي. "

د علوي دلې وسله وال

د انځور حقوق Getty
Image caption ملګرو ملتونو ویلي چې سوریه کې د پراخه کورنۍ جګړې او لوی ناورین راتلو وېره ده.

د ګاونډي کلي خلکو ویل چې وسله وال یې کروندو ته په زور ننوتل، او د علوي ډلې کسان وو، ګڼ کسان یې ووژل، بیا نور ولسي وګړي راغلل او د وژل شوو مړي یې لاریو کې ولېږدول.

زموږ خبریال لیکي، د څېرمه کلي یوه سړي وویل، له وژنې وروسته یو ناپوځي ګاډی راغی، او مړي یې لیرې یووړل، خو مالونه یې پرېښودل.

فعالینو ویلي چې سوري ځواکونو له وژنو وروسته د کلیوالو مړي همداسې پرېښي دي.

بل خوا، سوري رسمي تلوېزیون ویلي ادلب کې دوه ډک ګاډي چوول شوي، چې لږترلږه ددو پولیسو په ګډون یې پنځه کسان وژلي.

او ددمشق په القادسیه کې درې پولیس وژل شوي.

ورته مطالب