امریکايي پوځيانو کې د ځانوژنې کچه لوړه شوې ده

امریکايي پوځيانې د انځور حقوق BBC Kyrgyz
Image caption د امریکا پوځ کې د ځانوژنې پېښې له ۲۰۰۶ کال راپدېخوا ډېرې شوې، او په ۲۰۰۹ کې خپل اوج ته رسېدلې دي.

د امریکا پوځ وايي چې د پوځيانو د ځانوژنې کچه یې ډېره لوړه شوې ده.

د پنتاګان یو خپور شوی راپور وايي، چې پر عراق او افغانستان د امریکا له یرغل راهیسې یې پوځ کې د ځانوژنې کچه تر هر بل وخت ډېره لوړه شوې ده.

پر همدې مهال، د ۲۰۱۲ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ځانوژونکو امریکايي پوځيانو شمېر د تېرې یوې لسیزې د پوځيانو د ځانوژنې له کچې اوښتی دی.

د تېر کال په پرتله، دغه کچه په سلو کې اوولس ډېره شوې ده.

د روان زیږدیز کال له پیله تر اوسه کابو هره ورځ یوه امریکايي پوځي ځان وژلی دی.

په تېرو شپږو میاشتو کې دغه شمېره ۱۵۴ پېښو ته رسېدلې ده.

خو پر همدې مهال، افغانستان کې د وژل شوو امریکايي پوځيانو کچه ټيټه ښودل شوې ده.

پنتاګان وايي، یوه اوونۍ وړاندې یې پوځ ته د کارپوهانو یوه ډله استولې ده، چې د پوځيانو د ځانوژنې لاملونه وپلټي.

خو دغې ډلې تر اوسه د ځانوژنې کوم څرګند دلیل او لامل نه دی موندلی.

لویه اندېښنه

د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي د پوځيانو د ځانوژنې په اړه لویه اندېښنه ښودلې، خو وايي چې په تېرو درو کالو کې هم دغه شمېره کله ښکته او کله ډېره شوې ده.

د امریکا د پوځ په حواله، هغه پوځيان چې له یوه ځل ډېر جګړې ته استول شوي، د هغو پرتله چې جګړه یې کمه کړې ده، تر ډېره ځانوژنې کړې دي.

پر همدې مهال، اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس وايي، ان هغو پوځيانو هم ځانونه وژلي، چې هېڅ جګړې ته نه دي تللي.

د تېرو درو میاشتو امریکايي پوځيانو د ځانوژنې پېښې په کال کې شاوخوا ۳۰۰ ښودل شوې دي.

د امریکا پوځ کې د ځانوژنې پېښې له ۲۰۰۶ کال راپدېخوا ډېرې شوې، او په ۲۰۰۹ کې خپل اوج ته رسېدلې دي.

خو له همدې وخت راهیسې دا لړۍ روانه او د کمېدو تمه یې نه وه.

د امریکا دفاع وزارت کې د پوځيانو د ځانوژنې د مخنیوي د څانګې مسؤوله جکي ګریک ویلي چې تازه شمېرې ډېرې خطرناکې او د اندېښنې وړ دي.

نوموړې زیاتوي چې داسې تمه کېده چې د پنتاګان له لوري په دې تړاو ګمارل شوې ډله به یې عوامل روښانه کړي، خو داسې ونه شول.

آغلې ګریک پر همدې مهال ټینګار کړی چې ښايي د ځانوژنو د پېښو اصلي عامل د افغانستان او عراق لس کلنه جګړه وي.

د ٢٠٠٢ - ٢٠٠٥ کلونو ترمنځ هغه پوځيان چې د امريکا له پوځ څخه د ځانوژنو له وېرې وتلي شمېره يې ٥٠٠ پوځيان په ګوته شوې ده چې هغه مهال شاوخوا ١٤٤ ځانوژونکې پېښې شوې وې، خو لا څوک نه وو ورباندې خبر شوي .

ورته مطالب