عبدالباسط سیدا: له حکومت سره خبرې ناممکنې دي

سیدا د انځور حقوق s
Image caption ښاغلی سیدا نسبتاً پاک او خپلواک ګڼل کېږي، او په شورا کې واندې د بشري حقونو ددفتر مشر و.

د سوریې حکومت مخالفې شورا عبدالباسط سیدا خپل نوی مشر وټاکه.

ښاغلی سیدا چې کردي فعال دی په ترکیې کې د یوې غونډې پر مهال د سوې د ملي شورا د نوي مشر په توګه وټاکل شو.

دغه ټاکنه د پخواني مشر برهان غلیون تر استعفا وروسته شوې ده.

ښاغلي غلیون په سپتمبر کې ددغې شورا له جوړېدو راپه دېخوا د غورځنګ مشري کوله.

نوي مشر ښاغلي سیدا بي بي سي ته وویل هوډ لري چې د شورا په جوړښت کې بدلون راولي.

هڅه به وکړي چې ټولې مخالفې ډلې سره متحدې کړي او یو ګډ دریځ سره غوره کړي:

''زما د مشرۍ موده درې میاشتې ده او موږ له دننه د شورا د بیا جوړولو او تنظیم چارې په پام کې لرو.

زه غواړم له ټولومخالفو ډلو سره د یووالي په موخه خبرې وکړم، او هغه لارې به ولټوم چې نورې مخالفې ډلې هم له شورا سره یو ځای شي.''

ښاغلي سیدا ویلي چې لاهم له سوري واکمن نظام سره خبرې ناممکن دی، ځکه چې په وینا یې هغوی هره ورځ جرمونه کوي.

نوموړي ویلي که خبرې هم ورسره کېږي، باید له واکه د لیرې کېدو ټاکل ورسره روښانه شي.

هغه ویلي چې د سوریې شورا په هره کچه د نړیوالې ټولنې د قانع کولو داسې هڅه کوي، چې سوریه کې باید تاوتریخوالی ژر تر ژره ودرېږي.

د ویلو ده چې سیدا د دغې شورا مشرتابه ته د ۳۳ کسانو له ډلې هغه لومړی کاندید دی چې ډېرې ر ایې یې وګټلې.

تر سیدا مخکې ددغې شورا مشر ۵۶ برهان غلیون و، چې د لیبرال مخالف ګوند یوه روښانه څېره وه.

د سوریې حکومت مخالفه شورا په تېر اګست کې جوړه شوه.

ښاغلی سیدا نسبتاً پاک او خپلواک ګڼل کېږي، او په شورا کې واندې د بشري حقونو ددفتر مشر و.

سیدا فلسفه کې دکتورا لري، چې په ۱۹۵۶ کال د سوریې شمال ختيځ کردي مېشتي ښار ''عامودا'' کې زیږېدلی دی.

نوموړی له هېڅ کوم ګوند سره تړاو نه لري او له اوږدې مودې راهیسې سویډن کې اوسېږي.

ورته مطالب