الخلیل ښار کې ۳ چرګو ۲۵ رنګه هګۍ اچولې

هګۍ د انځور حقوق
Image caption د چرګانو څښتن وايي، د هګیو په لیدو سره د سیمې خلکو دده په کور کې سمه ننداره جوړه کړې وه او له هر لوري یې تماشا ته ورتلل.

د فلسطين الخلیل ښار الظاهریه سیمه کې خلک هغه مهال هک پک شول، چې درو چرګو ۲۵ رنګه هګۍ واچولې.

ددغو چرګو څښتن او روزونکي مجاهد وریدات ویلي "دا یو حیرانوونکی کار و، کله مو چې د معمول خلاف تر چرګې لاندې رنګه هګۍ ولیدې."

نوموړی زیاتوي: "دغو چرګو د تېرې جمعې ورځې تر ماښامه رنګه هګۍ اچولې، خو ټولې هګۍ یې یو رنګ نه وې."

وریدات ویلي چې دغه هګۍ په نېک پالۍ نیسي، او وايي چې شاید خدای یې په رزق او روزۍ کې برکت واچوي.

نوموړی وايي چې د هګۍ دواړه پوټکي رنګه دي.

خو وايي کله یې چې دا رنګه هګۍ پخې او خوړلې، په خوند کې یې عادي سپینو هګیو سره چندان توپیر نه و.

دا هګۍ ډاکټرانو ته ورښودل شوې او هغوی ویلي چې ښايي د ژونکو د توپیر او خلل له کبله د هګیو رنګ بدل شوی وي.

د چرګانو څښتن وايي، د هګیو په لیدو سره د سیمې خلکو دده په کور کې سمه ننداره جوړه کړې وه او له هر لوري یې تماشا ته ورتلل.

ورته مطالب