کینیایی وزیر د چورلکې د لوېدو پېښه کې وژل شوی

جورج سایټوټي د انځور حقوق Reuters
Image caption ۶۶ کلن وزیر یوې امنیتي غونډې ته په چورلکه کې پر لار و، چې له الوتکه یې د یکشنبې پر ګهيځ ولوېده.

د کینیا خبري رسنیو ویلي چې نایروبي ته څېرمه د کینیا د کورنیو چارو وزیر جورج سایټوټي او د هغه مرستیال اورا اوجودي د چورلکې د لوېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

دغه چورلکه د پولیسو اړونده وه، چې پلازمېنې نایروبي ته نژدې ولوېده.

د لومړي وزیر ویاند ویلي چې "لومړي رایلا اودینګا ته پېښه کې د شپږو کسانو د وژل کېدا خبر ورکړل شو، چې په دوی کې د کورنیو چارو وزیر او د هغه مرستیال هم وو. "

د کینیا د پولیسو سرچینې ویلي چې چورلکه کې د وزیر دوه خاص ساتونکي او یو پیلوټ هم وو، چې ټول په کې وژل شوي.

تر اوسه د چورلکې د لوېدو سبب نه دی روښانه شوی، او حکومتي سرچینو هم په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

۶۶ کلن وزیر یوې امنیتي غونډې ته په چورلکه کې پر لار و، چې له الوتکه یې د یکشنبې پر ګهيځ ولوېده.

د اې ایف پي یو خبریال وايي، پېښه کې د شپږو وژل شوو کسانو مړي یې لیدلي دي.

ښاغلی سایټوټي د کینیا د کانو ګوند مخکنی غړی و، چې بیا وروسته ۲۰۰۲ کې د کیبکي په مشرۍ د کینیا د مخالفې ټلوالې له ملي ګوند سره یوځای شو.