د فرانسې سوسیالست ګوند په ټاکنو کې مخکې دی

فرانسه د انځور حقوق Reuters
Image caption په فرانسه کې شپږ څلوېښت میلیون کسان د رایه ورکولو وړ دي.

په فرانسه کې د پارلماني ټاکنو په لومړني پړاو کې د رایه اچونې پر مهال نظر سنجونې څرګندوي چې د ولسمشر فرانسوا اولاند سوسیالست ګوند له خپلو متحدینو سره د لوی اکثریت د ګټلو پر لور روان دی.

داسې ښکاري چې سوسیالستانو او رقیب یې / ښي اړخي ګوند UMP / یو برابر رایې ګټلې وي، هر یوه د رایو په سلو کې شاوخوا پنځه دېرش.

خو د ګرین یا زرغون ګوند متحدین یې د سوسیالستانو د رایو برخه په سلو کې څلوېښتو ته ورنژدې کوي.

اټکل دی چې د دغو ټاکنو پایلې د هغو اصلاحاتو څومره والی او چټکوالی وټاکي چې د فرانسې نوی مشر یې غواړي پلي کړي.

ولسمشر اولاند د خبلو نوو اقتصادي تګلارو د پلي کولو لپاره په ولسي جرګه کې د اکثریت لرلو ته اړتیا لري. د ټاکنو دویم پړاو به یوه اوونۍ وروسته تر سره شي.

لومړنۍ نښې څرګندوي چې په پرونیو ټاکنو کې د رایه ورکوونکو د ګډون کچه د ولسمشریزو ټاکنو پر تله چې د اپرېل په میاشت کې تر سره شوې ډېره ټیټه وه.

په فرانسه کې شپږ څلوېښت میلیون کسان د رایه ورکولو وړ دي.

دوی د ملي شورا ۵۷۷ څوکیو ته استازي غوره کوي.

په پاریس کې رایه ورکوونکي وايي چې دا ټاکنې ډېرې مهمې دي.

دا سړی وايي: ''په دغو تقنینیه ټاکنو کې موږ د پارلمان غړي ټاکو، نو ځکه مهمې دي. دوی به پرېکړه کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به کوم قوانین وي.''

یوه رای ورکوونکې وايي:

''دا ټاکنې ځکه مهمې دي چې هغه کسان په کې غوره کیږي چې زموږ پر قوانینو رایه ورکوي.''

نوموړې وايي فکر کوي بله مهمه خبره دا ده چې د هغه څه چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خلکو ورته رایه ورکړه او د دغه ټاکنو د پایلو تر منځ یو تسلسل موجود دی.

د انځور حقوق AP
Image caption داسې ښکاري چې ولسمشر اولاند به په ولسي جرګه کې هم اکثریت ولري، ان که دا د متحدینو په ملاتړ هم وي.

بېلابېلو نظر پوښتنو ښوولې چې سیاسي کیڼ اړخ به لږ تر لږه ۲۸۹ څوکۍ خپلې کړې، کېدي شي ان تر نژدې ۳۷۰ څوکیو پورې هم وګټي.

په دغو ټاکنو کې د مېری لې پین ښي اړخې ملي جبهې ملاتړ هم ډېر شوی، په سلو کې ۱۴ رایې یې ګټلې دي.

په پاریس کې د بي بي سي خبریال کریسچین فرېزر وايي دې خبرې ته مو باید پام وي چې دا یوازې اټکلونه دي، نه قطعي نتیجې، او راتلونکې اوونۍ د رایو له وروستي او پرېکنده پړاو څخه مخکې د ورستیو پایلو دقیقه وړاند وینه ګرانه ده.

خو په داسې حال کې چې د سنا مجلس لا له وړاندې د سوسیالستانو په ولکه کې دی، داسې ښکاري چې ولسمشر اولاند به په ولسي جرګه کې هم اکثریت ولري، ان که دا د متحدینو په ملاتړ هم وي، دا به هغه ته بې ساری واک ورکړي چې خپل اصلاحي پروګرامونه پرمخ بوځي.

ورته مطالب