عراق کې بېلابېلو چاودنو تر ۸۰ ډېر کسان وژلي

عراق د انځور حقوق AP
Image caption بغداد کې د بي بي سي خبریال وايي، ځینو چاودنو پولیس په نښه کړي.

له عراقه راپورونه وايي په څو بمي بریدونو کې لږترلږه اتیا تنه وژل شوي دي او تر دوو سوو ډېر نور ټپیان دي.

په پلازمینې بغداد کې لس ځایونه په نښه شوي دي چې په ډېری بریدونو کې د شیعه ګانو عبادت ځایونه په نښه شوي.

د عراق په جنوب د ''الحلة'' په ښار کې د دوو موټر بم چاودنو له امله دیارلس تنه وژل شوي دي.

چاودنې د هغو خوړنځایونو مخې ته شوي چې هلته پولیس تل تګ راتګ کوي.

د عراقي طبي سرچینې وايي ښايي د تلفاتو شمېره نوره هم لوړه شي.

یو تن چې له چاودنې سره نژدې وو، خپل د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي:

''یو موټر بم دلته زیارت او خلک په نشه کړل، خلک دلته په وینو کې لت پت او ووژل شول، دغه ویجاړ شوي موټر چې دلته دي یو یې د یو سړی وو چې د یوې مړۍ ډوډۍ پسې راوتلی وو او بل یې د تیل پلورونکي وو، چې اوس یې د بدن ټوټې هم نه موندل کیږي.''

د عراق د کورنیو چارو وزارت ویلي ''د چارشنبې پر ګهیځ بغداد او شاوخوا سیمو کې بریدونو او چاودنو لسګونه کسان وژلي او ټپي کړي دي.''

خو د پولیسو یوه افسر ویلي چې لومړۍ چاودنه د بغداد شمال کې التاجي سیمه کې سهار مال د شیعه زیارت کوونکو پر یوې ډلې شوې، چې لږترلږه اووه کسان یې وژلي او ۲۲ نور یې ټپیان کړي دي.

بیا دوه ساعته وروسته، درې نورې چاودنې وشوې، چې په بېلابېلو ښارونو کې یې د شیعه ګانو ځینې مراسم په نښه کړي وو، چې ۱۳ کسان په کې ووژل شول او ۵۴ نور ټپیان شول.

د الحله ښار پولیسو ویلي چې د شیعه ګانو پر ډلو دغو موټر بم چاودنو کې ۱۵ شیعه ګان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

بغداد کې د بي بي سي خبریال وايي، ځینو چاودنو پولیس په نښه کړي.

د ویلو ده چې عراق کې د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ تاوتریخوال کم شوی و، خو بیا وروسته تر اوسه ددغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې چاودنې او تاوتریخجنې پېښې کېږي.

ورته مطالب