د غزل پاچا مهدي حسن ومړ

مهدي حسن د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د مهدي حسن سندرې په هند او پاکستان دواړو کې یوراز خوښوونکي لري.

د اردو غزل پاچا مهدي حسن تر اوږدې ناروغۍ وروسته د دوشنبې په ورځ د کراچۍ په یوه روغتون کې د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

مهدي حسن له ډېرې مودې راهیسې له ګوزڼ ناروغۍ سره لاس او ګرېوان و.

نوموړی په اغا خان روغتون کې ددرملنې لپاره بستري شوی و.

ددغه روغتون سمبالوونکي وايي، ددوشنبې ورځې د سهار نهه نیمې بجې وې، چې د نوموړي روغتیايي حالت ګډوډ شو او غرمه مهال پاو باندې ۱۲ بجې یې له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې.

مهدي حسن چې د غزل د پاچا لقب یې ګټلی و، په ۱۹۲۷ کال کې د هند د راجستان صوبې په لونا نومي کلي پیدا شوی و.

د پاکستان تر جوړېدو وروسته هغه له راجستان نه کراچۍ ته ولېږدېد، چې په پیل پیل کې یې د خپل ژوند ستونزمنې ورځې تېرې کړې.

دغه مهال نوموړي د بایسکلونو د پنچر لګولو په یوه دوکان کې کار کاوه، چې وروسته د ګاډو جوړولو یو ورکشاپ ته ورغی.

هغه له ماشومتوبه د موسیقۍ له رمزونو سره اشنا و او خپل ریاضت یې روان ساته.

په بشپړ ډول نوموړي په ۱۹۵۲ کال کې د راډیو پاکستان له سټوډیو نه سندرې ویل پیل کړل.

هغه د خپل هنري ژوند په ترڅ کې تر ۲۵ زرو ډېرې فلمي، نافلمي سندرې او غزلونه ویلي دي.

په ۱۹۶۰ او ۷۰ لسیزو کې نوموړی د خلکو تر ټولو خوښ سندرغاړی بلل کېده.

پاکستان د هغه ددرناوي په موخه نوموړي ته د ''امتیاز'' او ''حسن کارکردګۍ'' مډالونه هم ډالۍ کړي وو.

د انځور حقوق bbc
Image caption د هند سترې سندرغاړې لتا منګیشکر یوځل د مهدي حسن سندرې بولل د ''بګوان غږ'' بللی و.

د مهدي حسن سندرې په هند او پاکستان دواړو کې یوراز خوښوونکي لري.

''د بهگوان غږ''

او د هند سترې سندرغاړې لتا منګیشکر یوځل د مهدي حسن سندرې بولل د ''بهگوان غږ'' بللی و.

د هند راجستان صوبې حکومت نوموړي ته وړاندیز کړی و، چې هند ته ددرملنې لپاره راشي.

تېره میاشت د راجستان اعلی وزیر اشوک ګهلوت د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایم کریشنا نه غوښتنه کړې وه چې مهدي حسن او د هغه کورنۍ ته د هند ویزه ورکړي.

ورته مطالب