م.م: سوریه پوره کورنۍ جګړې ته ننوتونکې ده

سوریه د انځور حقوق bbc
Image caption سوريه کې د ملگرو ملتونو څارونکي وايي پر دوى هغه مهال ډزې وشوې چې حافيه ښارته يې د تلو هڅه کوله.

په سوریه کې د ملګرو ملتونو د سوله ساتنې مشر هیرفیه لادسو ویلي چې دکغه هېواد اوس په بشپړه توګه کورنۍ جګړې ته ور ټېل وهل کېدونکی دی.

ښاغلي لادسس دې پوښتنې ته ځواب وايه، چې ايا کېداى شي اوس سوريه کې روان تاوتريخوالي ته د کورنۍ جگړې ځانگړتيا ورکړله شي، ځواب يې مثبت و، دا ځکه چې په وينا يې سوري حکومت ددغه هېواد د يوشمېر ښارونو د پراخو سيمو ولکه له لاسه ورکړې او اوس هڅه کوي چې بېرته يې خپله کړې.

دغه څرگندونې له هغه وروسته راځي، چې د ملگروملت ونو سرمنشي بان کي مون سوريه کې د تاوتريخوالي پر ډيرېدو ژوره اندېښنه وښووله.

د ملگرو ملتونو چارواکو دې اوونۍ کې د حکومتي ځواکونو له لوري د توپونو، هاوانونو او پوځي چورلکو د کارولو په اړه د څرگندونو تر څنگ داهم ويلي دي، چې پر ښاري سيمو د حکومت مخالفه وسله والو بريدونه هم ډېر شوي.

بل خوا، سوريه کې د ملگرو ملتونو څارونکي وايي پر دوى هغه مهال ډزې وشوې چې ''الحفة'' ښار ته يې د تلو هڅه کوله.

سوريه کې د ملگروملتونو د څارونکي ماموريت وياندې سوسن غاشي پېښه داسې انځور کړه:

اوسپنیز

"د ملگرومتلونو څارونکي ''الحفة'' ښار ته د تلو هڅه کوله، چې قهرېدلي خلک يې له گاډو تاو شول او هغوى يې پرېنښودل چې مخې ته ولاړ شي. وروسته، دوى زموږ پرگاډو د ډېرو او اوسپنيزو ميلو په وارولو لاس پورې کړ. د ملگرو ملتونو څارونکي بېرته وگرځېدل او زموږ دريو گاډو اور واخيست. تراوسه پورې موږ نه پوهېږو چې گاډو څنگه اور واخيست.

موږ د پېښې پلټنه کوو چې پر حقيقت پوه شو. موږ له ټولو غاړو غواړو چې د تاوتريخوالي سيموته د لاسرسي امکانات راته برابرکړي."

د انځور حقوق AP
Image caption دغه څرگندونې داسې مهال راځي چې د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کوفي عنان وار د مخه خبردارى ورکړى،چې په تېر اپريل کې سوريه کې پيل شوى اوربند بيخي مات شوى دى.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي دي، داسې رپوټونه لري چې روسيه سوريې ته گوزارېزې چورلکې استوي:

"موږ له روسانو غوښتي دي چې سوريې ته د وسلو استول ودروي، خو هغوى موږ ته ويلي دي چې په دې اړه بايد اندېښنه ونه لرو او هغه څه چې دوى يې استوي د سوريې له کورنيو پېښو سره کوم تړاو نه لري او دا خبرې سمې نه دي.

موږ د وروستيو هغو معلوماتو په اړه اندېښنه لرو چې وايي له روسيې نه گوزاريزې چورلکې سوريې ته روانې دي چې دا به تاوتريخوالي لا ډېر کړي."

دغه څرگندونې داسې مهال راځي چې د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي کوفي عنان وار د مخه خبردارى ورکړى،چې په تېر اپريل کې سوريه کې پيل شوى اوربند بيخي مات شوى دى.

ورته مطالب