د مهدي حسن ځای به د موسیقۍ په ډګر کې تل تش وي

Image caption د ترنم ملکه نور جهان ویلې وو چې د مهدي حسن په څېر هنري شخصیتونه په پیړی کې یوځل پیدا کېږي

د ۱۹۲۷ د جولای اتلسمه – د ۲۰۱۲ د جون د یارلسمه

د غزل پاچا مهدي حسن د ۱۹۲۷ میلادي کال د جولای په ۱۸ نیټه د هند د راجستان د لونا په کلي کې وزیږیده او د ۲۰۱۲ میلادي کال د جون په ۱۳ نیټه یې د پاکستان د کراچۍ په ښار کې له نړۍ سترګې پټې کړې.

مهدي حسن له ۱۲ کلونو را په دې خوا ناروغ و خو له یوه کال راهیسې یي د ناروغۍ د زیاتوالي له امله په روغتون کې تېر کړ.

تېره میاشت یوه شپه کورته واستول شو چې په سبا یې بېرته روغتون ته یوړل شو ترڅو یې همدا نن (چارشنبه د جون ۱۳مه) د سږو او سینې د سختې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

مهدي حسن نور نو په دې نړۍ کې نشته خو آواز به یې د ابد لپاره ژوندوی وي.

مهدي حسن ته د موسیقۍ هنر د پلرونو په میراث ورپاتې وو او د همدغې ارثي لړۍ په ترڅ کې یې خپلو زامنو آصف او کامران او نمسیانو ته د موسقی د زده کړې سلسله ژوندۍ ساتلې وه.

له مهدي حسن څخه ۹ زامن، ۴ لوڼې او زیات شمېر نمسیان او کړوسیان پاتي دي.

مهدي حسن ۲۰ کلن وو چی له هند څخه پاکستان ته لاړ او هلته یې له بایسکل جوړولو ژوند را پیل کړ، وروسته یې موټر او بیایې تراکټورونه جوړول. په دې توګه یې د ژوندی پاتې کیدو ګوزاره کوله.

د انځور حقوق bbc
Image caption لتا منګیشکر وایې د مهدي حسن له حنجرې څخه د بګوان اواز راوتهْ

مهدي حسن د سخت اقتصادي ژوند ترڅنګ د موسیقۍ غږولو ته تر هغه دوام ورکړ چې تر څو په ۵۰ کلنۍ کې په پاکستان کې له پروفیسر سلیم ګیلاني سره معرفي شو او له همدې ځایه دغه قیمتي هنري غمی د سلیم ګیلاني لخوا وپېژندل شو.

مهدي حسن د موسیقۍ د تومری او دادری له پړاونو وروسته د موسیقۍ د غزل مقام ته ورسید او د اوسنۍ نړۍ د موسیقۍ غزل ته یې بل رنګ او خوند ور وبخښه.

مهدي حسن په ۶۰ مو کلونو کې د فیض احمد فیض یو شعر ولوست چی غزل یی نور نو د خلکو ژبو ته ولوید. هر چا به په کلیو بانډو، کوڅو او پس کوڅو کې زمزمه کوو او د راډیوګانو به هم خ‍پریدو. په همدې توګه د غزل شهنشاه مهدي حسن د موسیقۍ په نړۍ کې سر راپورته کړ.

مهدي حسن دغه د غزل د څپو مست سمندر په ۶۰ مو کلونو کې د هند او پاکستان د سینما رنګ او خوند و ګرځیده او فلمي مشهورو ستورو به هڅه کوله چې د مهدي حسن د سندرو لیپسنګ یا پېښې وکړي چې په دې توګه مهدي حسن نور نو د هند او پاکستان له سرحدونو د هند د لویې وچې او بر اعظم د غزلو پاچا و.

لتا منګیشکر وایې د مهدي حسن له حنجرې څخه د بګوان اواز راوتو، د ترنم ملکه نور جهان ویلې وو چې د مهدي حسن په څېر هنري شخصیتونه په پیړی کې یوځل پیدا کېږي.

همدا اوس چی د غزل د پاچا مهدي حسن د مرګ آواز خپور شو په نړۍ کې د میلیونونو هنر پاله انسانانو په زړونو کې غم خپور دی.

ورته مطالب