پاکستان وايي افغان وضعيت ښه شوى کډوال بايد ورستانۀ شي

کهر
Image caption د پاکستان د بهرنيو چارو وزيره وايي د افغانستان حالت د دوى په گومان ښه دى او بايد کډوال ورستانۀ شي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر په وينا حکومت يې غواړي چې د روان زېږديز کال تر پاى ته رسېدو وروسته له هغه هېواد څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پېل کړي .

د سرچينې په وينا، پاکستانيو چارواکيو په دې اړه د شيکاګو په نړيواله غونډه کې له افغان چارواکيو سر هم خبرې کړې وې .

هغې زياته کړه : (( ... زموږ نظر نور دا دى چې په افغانستان کې وضعيت ښه شوى او مخ په ښه کېدو دى. ))

په دې اړه افغان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ټولنې تر اوسه څه نه دي ويلي .

اټکلونه دا دي چې په پاکستان کې لا هم شوخوا درې ميليونه افغانان اوسيږي.

افغان حکومت په تيرو کلونو کې ويلي وو چې دوى لا تر اوسه د دغو کسانو راستنېدا ته چمتو نه دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړيکو د ښه کېدا په برخه کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې وويل چې له پخوا څخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد او باور فضا ښه شوې او د دې اعتماد د لا پياوړتيا لپاره هڅې روانې دي.

هغې وويل چې ولسمشر حامد کرزي پاکستان ته د خپل وروستي سفر پرمهال د هغه هېواد لومړي وزير سيديوسف رضا ګيلاني ته بلنه ورکړې ، چې کابل ته سفر وکړي .

په يوه بله پرمختيا کې پاکستانۍ وزيرې دا ډاډ هم ورکړ چې د افغانستان د ښوونځيو لپاره چاپ شويو هغو کتابونو ته به ژر د ليږد اجازه ورکړي چې په کراچۍ کې ايسار دي.

پاکستان له نژدې شپږ مياشتني ځنډ وروسته د افغان ښوونځيو په کتابونو بار موټرو ته د لېږد اجازه ورکړه .

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې، تېر کال د امريکا د متحده ايالتونو د افغانستان ښوونځيو د ثانوي دورې اووه ميليونه کتابونه په دوبۍ کې چاپ کړل او ټاکل شوې وه، چې افغانستان ته راوړل شي.

د دې کتابونو شاوخوا څلورنيم ميليونه ټوکه هغه مهال د تېر تعليمي کال په منځ کې د پاکستان په کراچۍ کې ايسار شول چې د ناټو ځواکونو په يوه بريد کې د پاکستانيو سرتېرو له وژل کېدا وروسته د پاکستان له لارې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو لار وتړل شوه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر د پنجشنبه په ورځ کابل کې خبريالانو ته وويل چې افغان حکومت د دغو کتابونو په اړه پاکستان حکومت ته بشپړ معلومات ورکړي دي .

د هغې په وينا، دوى هم د معلوماتو تر څېړلو وروسته کتابونو ته چې د افغان حکومت دي ، د لېږد اجازه ورکړه .

کهر وويل دغه کتابونه د ناټو په اکمالاتي کانټينرونو کې بار دي، چې شمېر يې ٧٧ ته رسېږي او د يوې اوونۍ په اوږدو کې به يې ټول افغانستان ته ورسېږي .