مصریان د ولسمشرۍ دویم پړاو کې رایې اچوي

محمد مرسي د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اخوان المسلمین ګوند کاندید محمد مرسي په لومړي پړاو کې مخکې و.

په مصر کې خلک نن (شنبه، جون ۱۶) او سبا (یکشنبه) د ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو کې رايې ورکوي، چې تېر کال د راپرځول شوي حسني مبارک ځایناستی وټاکي.

اټکل دی د دواړو پاتې کانديدانو پخواني لومړي وزير احمد شفيق او د اخوان المسلمين محمد مرسي ترمنځ سيالي سره ډېره نژدې وي.

په قاهره کې د بي بي سي خبريال وايي غوراوي ډېری مصريان ساړه ساتلي، او ځينې لا د شلون او رايو پاڼو فسادونو غوښتنه کوي.

محمد مرسي د "ازادۍ او عدالت" ګوند کاندید دی.

په پام کې ده چې د ټاکنو عالي جرګه د ولسمشریزو ټاکنو رسمی پایلې د جون پر ۲۱مه په یوه خبري غونډه کې اعلان کړي.

اوسنیو دواړو کاندیدانو (محمد مرسي او احمد شفیق) په لومړي پړاو ټاکنو کې تر نورو نوماندانو ډېرې رایې وګټلې.

د لومړي پړاو ټاکنې د تېرې مۍ پر ۲۳ او ۲۴ وشوې، چې ۱۳ کسان په کې ولسمشرۍ ته ولاړ و .

خو د تېر پړاو ټاکنو کې د محمد مرسي د رایو کچه د احمد شفیق پرتله ډېره وه.

خو دواړو کاندیدانو ونه شوای کولی، چې ٪۵۰ جمع یو رایې وګټي.

شاوخوا ۵۰ میلیون او ۱۳ زره رای اچوونکي پر ۹۹ ټاکنیزو حوزو وېشل شوي دي.

دغو ټاکنو ته په ټول مصر کې ۹۳۳۹ مرکزونه جوړ وي دي.

پر روان ټاکنیز بهیر د بېلابېلو قضايي ارګانونو تر ۱۴ زرو ډېر قاضیان څارننه کوي، چې نژدې ۱۲۰۰ یې ښځې دي.

حکومتي اعلان

د انځور حقوق
Image caption د مصر ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو کې شاوخوا ۹۳۳۹ مصریان رایې اچوي.

ددویم پړاو مصري ټاکنې داسې مهال کېږي، چې د مصر عالي پوځي شورا راتلونکی ولسمشر ته بشپړ صلاحیتونه ورکړي دي.

د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا د مصر د عالي پوځي شورا له رییس محمد حسین طنطاوي سره په تیلې فوني خبرو کې د مصر پر روانو سیاسي پرمختګونو غږېدلی دی.

پنیتا ټینګار کوي چې مصر کې د دیموکراسۍ لپاره چټکې هڅې وشي.

خو طنطاوي بیا ژمنه کړې، چې روانې ټاکنې به رڼې او ازادې وي او پوځي شورا به د راتلونکې جولای په لومړیو کې ولسمشر ته خپله دنده وسپاري.

د مصر په ټولو سیمو کې زرګونه پوځيان د امنیت لپاره ګمارل شوي دي.

خو پر دې سربېره په تحریر میدان کې تېره شپه هم د احمد شفیق مخالفان راټول شوي وو.

ورته مطالب