ځينې مصريان د محکمې د پريکړې پر ضد غږ پورته کوي

Image caption د قاهرې په تحریر ډګر کې مظاهره کوونکي.

د قاهرې په تحریر ډګر او د مصر په نورو ځایو کې مظاهره کوونکو ښايي د ولسمشرحسنې مبارک د ۳۰ کلنې واکمنۍ په ړنګولو بریالي شوي وي، خو په وروستيوکې د هېواد څپڅپانده سیاست ترې په څنګ تېر شوی دی.

ډېر خلک په دغه سمبولیک ډګر کې غونډ شوي چې د سترې محکمې د دې پرېکړې پر ضد خپل غږ پورته کړي، چې پارلمان یې ړنګ کړ او د حسنې مبارک د دورې لومړی وزیر یې پرېښود چې د ولسمشرۍ لپاره په روانو سیالیو کې ودرېږي.

خو نور وايي په داسې حال کې چې مصر د ابهام او بې باورۍ په کنده کې نور هم ژور ور پرېوځي، د تحریر ډګر اوس د ستونزې د حل ځای نه دی.

هغوی احساس کوي چې د څه باندې یوهّ کال اعتراضونو کوم لوی بدلون رامنځ ته نه شوای کړای.

د ابن خلدون د ديموکراتیکو څېړونو د مرکز فعاله دالییه زیاده د محکمې پر پرېکړې ډېره نهیلې شوې ده.

"په تحریر ډګر کې فضا ډېره بدله شوې ده. په تېرو میاشتو کې دغه ځای د مقاومت، بري او کله کله د تاوتریخوالي ډګر وو. اوس هلته نهیلي، ګډوډي او وارخطايي ده".

د مصر د ولسمشرۍ د ټاکنو ګټونکی چې هرڅوک وي، ولس به وویشي. په دویم پړاو کې د سیالۍ کوونکو یو، احمد شفیق دی چې حسنې مبارک ته ډېر زیات نژدې بلل کیږي.

په داسې حال کې چې دویم کانديد، د اخوان المسلمین محمد مورسي په مصر کې د سیاسي اسلام د واکمنېدو اندېښنې راپورته کړي دي.

د راتلونکي ولسمشر واکونه به ناڅرګند پاتې وي، ځکه مصر له پارلمان یا اساسي قانون نه پرته د تقنینیه تشې له امکان سره مخامخ دی.

پوځ، چې اوس یې د هېواد اداره په لاس کې ده، ژمنه کړې چې په شاوخوا دوو اوونیو کې به واک وسپاري، خو د اوس لپاره په هېواد کې یوازنۍ اداره ښکاري چې واک ولري.

د منځني ختیځ د یوهّ تر ټولو ډېر ستراتیژیک هېواد په توګه، د مصر روانه سیاسي ناڅرګندتیا به یې له پولو ښه ډېر ور آخوا انګازې ولري.

ورته مطالب