د سوریې تاوتریخوالي د نړیوالو څارونکو فعالیت ځنډولی

رابرټ موډ د انځور حقوق AP
Image caption د ویلو ده چې د ملګرو ملتونو د ۲۹۸ کسیزه څارونکې ډلې ماموریت د کوفي عنان د شپږو مادو پر عملي کولو ورټول دی.

په سوريه کې د ملگرو ملتونو د څارونکې ډلې مشر نارویژي جنرال روبرت موډ ويلي چې د دغې ډلې فعاليت د تاوتريخوالي په کچه کې د وروستي زياتوالي له امله ځنډول شوې.

د ښاغلي موډ په وينا، د تاوتريخوالي د کچې زياتېدا، د ملگرو ملتونو د څارونکو د دندې ترسره کولو وړتيا محدوده کړې.

خو جنرال موډ زياته کړه چې درې سوه څارونکي به په خپلو دندو پاتې شي او هره ورځ به د حالاتو جاج اخلي په دې هيله چې د وضعیت له ښه کېدو سره سم د ملگرو ملتونو د څارنې ماموريت بيا له سره پيل شي.

د بي بي سي خبريال جيم ميور له بيروت نه په خپل رپوټ کې کاږي:

دا اعلان يوازې څو ورځې وروسته له هغه مخې ته راغى چې جنرال مود له خپل دې خبرداري سره د خطر زنگ وغږاوۀ چې وې ويل د تېرو لسو ورځو په اوږدو کې د تاوتريخوالي زياتوالى د خپلې دندې په ترسره کولو کې چې د پېښو ارزول، رپوټول او د خبرو اترو د زمينې د برابرولو هڅه ده، د څارونکې ډلې وړتيا محدوده کړې ده.

خطرناک حالت

ښاغلي مود وويل حالت ډېر خطرناک دى او ښکېلې ډلې په ډگر کې د سوله ييز لېږد غوښتونکي نه دي.

او د خپلو پوځي دريځونو د پياوړي کولو هڅه کوي په داسې حال کې چې دلته هره ورځ بې گناه وگړي وژل کېږي.

نو له دې امله څارونکي خپلې گزمې ځندوي خو دوى به په خپلو دندو پاته کېږي او په جگړه کې له ښکېلو ډلو سره به يې تماسونه محدود وي.

خو جنرال مود ټينگار کاوه چې ملگرو ملتونو د څارنې ماموريت د سوريې ولس ته ژمن دى.

د انځور حقوق s
Image caption د سوریې د بشري حقونو سوري فعالینو په تېره شنبه وویل چې د سوریې دمشق کلیوالو سیمو کې د ۱۲ ولسي وګړو په ګډون تاوتریخوالو کې لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

د ښاغلي موود په وينا د غه ماموريت د تاوتريخوالي د ختمولو او د سياسي خبرو اترو د رامنځ ته کولو په برخه کې مرستې ته چمتو دى او خپل عادي فعاليتونه به د حالاتو له سمېدو سره سم بيا له سره پيل کړي.

دا اعلان په ډاگه کوي چې د کوفي عنان د سولې پلان چې د څارنې ماموريت يې يوه برخه ده له خنډ سره مخامخ شوى له دې سره پر نړيوالې ديپلوماسۍ فشارونه ډېرېږي چې د ژغورولو هڅه يې وکړي.

د ویلو ده چې د ملګرو ملتونو د ۲۹۸ کسیزه څارونکې ډلې ماموریت د کوفي عنان د شپږو مادو پر عملي کولو ورټول دی.

وژنې

د سوریې د بشري حقونو سوري فعالینو په تېره شنبه وویل چې د سوریې دمشق کلیوالو سیمو کې د ۱۲ ولسي وګړو په ګډون تاوتریخوالو کې لږترلږه ۱۸ کسان وژل شوي دي.

ورته مطالب