د ترکیې زندان کې اور او اړدوړ ۱۳ کسان وژلي

زندیان د انځور حقوق AP
Image caption په دغه زندان کې تر ډېره سیاسي بندیان ساتل کېږي.

د ترکیې په یوه زندان کې د اور لګېدنې له امله، چې ظاهراً د بندیانو د شخړې په پایله کې به رامنځ ته شوی وي، دیارلس کسان وژل شوي دي.

د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان وايي، د جنوب ختیځ سن لیورفا ښار زندان کې اور توشکو او کمپلو ته اچول شوی دی.

پنځه زندانیان روغتون ته وړل شوي دي.

مخکې له دې چې اور نور برخو ته، چې د سیاسي بندیانو په ګډون زرګونه کسان په کې ساتل کېږي، ورسېږي د کارکوونکو له خوا کنټرول شوی دی.

د زندان مشر جلال الدین ګوفتش ویلي، زندان کې اړدوړ شوی، چې لږترلږه د جنايي قضیو ۱۸ بندیان په کې ساتل کېدل.

د ویلو ده چې د سن لیورفا زندان تر ډېره د سیاسي بندیانو لپاره ځانګړی شوی چې په دې ډله کې د کردانو د دیموکراسۍ او سولې د ګوند مرستیال هم ساتل کېږي.

ان ټي وي تلوېزیوني شبکې ویلي اړدوړ په زندان کې زندانیانو د خپل ناوړه چاپېریال پرضد راپورته کېدو سره پیل شو.

په دغه ښار کې دا تر ټولو لوی زندان دی، چې د اور لګېدو پرمهال د زندان ودانۍ شاوخوا د بندیانو ګڼ خپلوان او دوستان راغونډ شوي وو.

د ترکیې امنیتي سازمان زندان ته پر لګېدلې لاره موانع جوړ کړي، چې بندیان له زندانه ونه تښتي.

که څه هم د بندیانو خپلوانو هڅه کوله، چې دوستان خو به یې د وژل شوو په ډله کې نه وي، پولیسو دغه کسان په کوتکو تیت پرک کړل.

ورته مطالب