اخوان المسلمین د مصر ټاکنو کې خپل کاندید بریالی بللی

محمد مرسي د انځور حقوق AFP
Image caption د محمد مرسي انتخاباتي کمپاین ویلي چې نوموړي ۱۲ میلیون او ۷۴۳ زره رایې ګټلې، حال دا چې سیال یې احمد شفیق ۱۱ میلیون ۸۴۶ زره رایې خپلې کړې دي.

د اخوان المسلمین له ګوند د جلا شوې څانګې خپلواکۍ او عدالت ګوند ویلي چې د مصر ولسمشريزې ټاکنې ددوی نوماند محمد مرسي ګټلې دي.

د اخوان المسلمین ګوند جلا شوې څانګې خپلواکۍ او عدالت ګوند ویلي چې د مصر ولسمشریزو ټاکنو کې ددوی کاندید محمد مرسي بریالی شوی دی.

خو د احمد شفیق انتخاباتي کمپاین بیا د ښاغلي مرسي پر بریالیتوب شک ښودلی دی.

محمد مرسي په یوه خبري ناسته کې وویل، چمتو دی چې د مصر له ټولو ډلو سره یوې هوکړې او جوړجاړي ته ورسېږي.

نوموړي له مصري وګړو په مننې سره وویل: "له ټولو مصري وګړو د زړه له کومي مننه کوم او هیله لرم چې ټول سره یو موټی شو او خپل راتلونکی پخپله جوړ، دیموکراسي، ازادي او امنیت راولو."

هغه دا هم وویل چې "هرچا چې هو او هر چا چې نه ویلي، ټول زموږ د کور وګړي دي او زما په زړه ځای لري،.‎ ... که له تاسې لیرې یم، خو خدمت ته مو هروخت چمتو یم. "

د انځور حقوق r
Image caption په فرعي مرکزونو کې قاضیانو ته د څارنې اجازه ورکړل شوې ده.

مرسي وویل راتلونکې کې به بدلونونه راځي او دی به د ټیکاو راوستو او د مصري ټولنې د ستونزو د هواري لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

خادم

هغه وویل: "په کور د ننه او بهر ټولو مصري وروڼو ته وایم، که هغوی مسلمانان دي او که مسیحیان... ټولو هغو ته چې مصر کې اوسېږي، باید ووایم چې زه د ټولو ورور او خادم یم. "

د اخوان المسلمین دغه کاندید زیاته کړه: "ټولو هغو ته چې په دې نړۍ کې د سولې پلویان او تږي دي، موږ د انتقام اخیستو او یا هم د حسابونو د تصفیې لپاره نه یو، موږ د یوه ملت بچیان یو. ټول د ثبات لپاره کار کوو، ټول د یوه مصري ملکي حکومت او نوې دیموکراسۍ لپاره هلې ځلې کوو. "

پایلو کې شک

د محمد مرسي انتخاباتي کمپاین ویلي چې نوموړي ۱۲ میلیون او ۷۴۳ زره رایې ګټلې، حال دا چې سیال یې احمد شفیق ۱۱ میلیون ۸۴۶ زره رایې خپلې کړې دي.

د مرسي د انتخاباتي کمپاین همغږي کوونکي احمد عبدالعاطي وویل بهر کې د مېشتو مصريانو د رایو له اضافه کولو وروسته، د مرسي د رایو پایله ۵۲.۵ شوه، خو د شفیق د پلویانو رایې ۴۷.۵ وختله.

د انځور حقوق Reuters
Image caption قاهره کې د امریکا د کانګرس غړی ډېوېډ دریر وايي، تر ډېره د رای اچولو بهیر ښه روان و.

خو په مقابل کې یې د شفیق انتخاباتي کمپاین د ټاکنو پر پایلو شک ښودلی.

د کمپاین ویاند محمود برکت ویلي: "په ټولیز ډول ټاکنو کې د اخوان المسلمین د کاندید مرسي بریالیتوب ردوو، ټول پوهېږي چې د شفیق رایې ډېرې دي، خو د رسمي پایلو تر اعلان پورې موږ پایلې نه شو اعلانولی."

د مصر ولسمشریزو ټاکنو کې د نړیوالو څارونکو د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده.

قاهره کې د امریکا د کانګرس غړی ډېوېډ دریر وايي، تر ډېره د رای اچولو بهیر ښه روان و.

دریر زیاتوي: "نه پوهېږم چې له دغو ټاکنو سره سمه معامله شوې او که نه، د ځینو درغلیو راپورونو مو تر ګوتو کړي دي، خو له ځینو رای اچوونکو سره په خبرو کې راته جوړه شوه چې ډېری یې خوشاله وو."

ورته مطالب