د پاکستان لومړی وزیر بې صلاحیته اعلان شو

ګیلاني د انځور حقوق BBC World Service
Image caption سترې محکمې په تېر اپریل کې د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د بې واکه کولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان سترې محکمې د ټاکنو عالي کمېسیون ته امر کړی چې لومړی وزیر یوسف رضا ګیلاني بې صلاحیته اعلان کړي.

د ټاکنو عالی کمیسیون د یوسف رضا ګیلاني د سلب صلاحیت اعلان کړی، او وايي چې د اپریل له ۲۴ وروسته یې واک نه چلېږي.

دغه کمیسیون له ښاغلي ګیلاني د پارلمان غړیتوب هم اخیستی دی.

د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې یوسف رضا ګیلاني له ملتان څخه د پاکستان پارلمان ته لار وموند.

دوه میاشتې وړاندې یوسف رضا ګیلاني د سترې محکمې له لوري د ولسمشر د فساد په دوسیه کې د پلټنو د نه امر ورکولو په تور ورغوښتل شوی و.

اوسمهال د پاکستان پیپلز پارټي د ښاغلي ګیلاني د ځایناستي ټاکلو پر سر بحث کوي.

د پاکستان پارلمان پیپلز پارټي تر نورو هغو ډېر استازي لري.

سترې محکمې په تېر اپریل کې د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني د بې واکه کولو غوښتنه کړې وه.

دغه قضايي ارګان اوس د ټاکنو عالي کمېسیون ته امر کړی چې د لومړي وزیر د ګوښه کولو فرمان وکړي.

سترې محکمې دا پرېکره وروسته تر هغه وکړه، چې د ملي شورا رییس ترې د ښاغلي ګیلاني د ګوښه کېدو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوه ده.

د پاکستان پوځي ځواک په هېواد کې د ملکي حکومت پرتله ډېر نفوذ او واک لري.

د تېر ۲۰۱۱ په دسمبر کې سترې محکمې د ملکي حکومت، په تېره بیا د لومړي وزیر د دوسیې د څېړلو لپاره دوه ناستې کړې وې، چې تر ډېره دا ګمان کېده چې له ګیلاني د استعفا غوښتنه وکړي.

لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني ویلي وو، چې دسیسه جوړوونکي د حکومت د ړنګولو پلان لري، خو نوموړي نېغ په نېغه پوځ ته د تور ګوته ونه نیوله.

په تېر اپریل کې سترې محکمې ښاغلی ګیلاني د ولسمشر زرداري ضد قضیې څېړلو کې پاتې وباله.

خو د ګیلاني دلیل دا و چې ګني ولسمشر مصونیت لري.

په سه شنبه (جون ۱۹) سترې محکمې ګیلاني بې صلاحیته اعلان کړ او د پارلمان غړیتوب یې هم ترې واخیست.

د سترې محکمې قاضي القضات افتخار چودري ویلي، "دا چې د اپریل ۲۶ په قضیه کې هېڅ ډول څېړنه نه ده شوې، نو یوسف رضا ګیلاني باید بې صلاحیته اعلان شي او د ولسي جرګې غړیتوب هم ترې واخیستل شي."

نوموړی زیاتوي: "له ګیلاني باید د پاکستان د لومړي وزیر څوکۍ واخیستله شي.. او د لومړي وزیر څوکۍ ته ځایناستی وټاکل شي."

خو دا لا څرګنده نه ده چې ښاغلی ګیلاني به د بې صلاحیته کېدو له پرېکړې وروسته څه تصمیم نیسي.

بېړنۍ ناسته

اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال اورل ګیورن وايي، د پاکستان د واکمن ګوند پیپلز پارټۍ جګپوړي چارواکي دا مهال په یوه بېړنۍ ناسته بوخت دي.

دغه ګوند پارلمان کې د ګیلاني د ځایناستي ټاکلو لپاره اکثریت لری.

د ګیلاني پروړاندې حقوقي قضیې ته د پاکستان د ناپوځي حکومت او قضايي ارګان ترمنځ د یوه درز په توګه کتل کېږي.

ورته مطالب