سوریه وايي ترکي الوتکه یې ویشتلې

الوتکه د انځور حقوق s
Image caption د ویشتل شوې الوتکې پیلوټان لاهم تري تم دي.

د سوریې حکومتي خبري اژانس سانا ویلي، د سوریې قلمرو ته له ننوتلو وروسته یې یوه ترکۍ جنګي الوتکه ویشتلې ده.

اژانس د یوه پوځي ویاند له خولې ویلي "الوتکې زموږ هوايي حریم مات کړ او له اوبو دېخوا راپورې وتلې ده، موږ نه پېژندله چې د چا الوتکه ده، ډېره تېزه خو ټيټه راغله، موږ هم د الوتکې راغورځولو توغندی ورته سم کړ، له سمند ایله یو کیلومتر لیرې راولوېده او اور یې واخیست. "

ویاند زیاتوي چې الوتکه د سوریې اللاذقیه ولایت ام الطیور کلي ته څېرمه د سمندر په لوېديځه غاړه کې راولوېده.

ددغه پوځي ویاند په وینا "وروسته په ډاګه شوه چې ترکۍ پوځي الوتکه په نښه شوې ده، چې زموږ حریم ته راننوتې وه، له دغې الوتکې سره قانوني چلند شوی دی."

د جمعې پر ورځ د ترکیې له لوري اعلان وشو، چې یوه الوتکه یې د سوري ځواکونو په توغندي رالوېدلې دهږ

د رجب طیب اردوغان له دفتره په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې "له پلټنو او اړوندو معلوماتو راټولولو وروسته په ډاګه شوه چې سوریې زموږ یوه الوتکه ویشتلې ده."

ورکه شوې الوتکه

په ویناپاڼه کې راغلي چې اوسمهال هم د الوتکې د پیلوټانو د موندلو عملیات روان دي، چې له حقایقو موندلو وروسته به ترکي د ورکې شوې یا ویشتل شوې الوتکې په غبرګون کې خپل ګام واخلي.

اردوغان مخکې ویلي وو د الوتکې په اړه داسې کره معلومات نه لري چې ګني د سوریې په توغندي دې ویشتل شوې وي.

نوموړي له برازیله تر ستنېدا وروسته په انقره کې خبریالانو ته وویل "د ایف ۴ ډوله جنګي الوتکې د پیلوټانو په اړه لاهم معلومات نه لرو."

هغه وايي چې "څلور ډلې او الوتکې او همدارنګه د سوریې پوځ د سمندر په اوبو کې د پیلوټانو لټون کوي."

مخکې ترکیې ویلي وو چې له خپلې یوې جنګي الوتکې سره یې اړیکي هغه مهال غوڅ شوي، چې د ارام سمندر اوبو پر سر الوت ته ورسېده.

یوه تلوېزیون دا هم ویلي چې دغه الوتکه د سوریې د هوايي ځواک جنګي الوتکه وه.

د سوریې او ترکیې ترمنځ اړیکي په دې وروستیو کې د سوري لاریونونو او پاڅون له کبله ترینګلي شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې د شمېرو له مخې، دا مهال ترکیه کې له سوریې څه باندې ۳۲ زره ور اوښتي کډوال مېشت دي.

ورته مطالب