ترکيه وايي د را لوېدلې جيټ پلټنه کوي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ترکیې د سوریې خبره چې جنګي الوتکې ته یې څه ور پېښ شول نه ننګولې او نه یې منلې ده.

د ترکيې ولسمشر عبدالله گل وويل پر دې سترگې نه شي پټولى چې سوريي ځواکونو يې يوه الوتکه راغورځولې ده او ژمنه يې وکړه چې د پېښې تر پوره سپېندو وروسته به وړ گامونه پورته کړي.

خوهغه وويل تر هغو چې پلټنې بشپړې نه شي، حکومت يې په دې تړاو نور څه نه وايي.

ترکیې د سوریې خبره چې جنګي الوتکې ته یې څه ور پېښ شول نه ننګولې او نه یې منلې ده.

د سوریې پوځ وايي الوتکه يې هغه وخت وویشتله او را وغورځوله چې د دوی د هېواد په هوايي حریم کې ښه ډېره دننه سمندغاړو ته ټيټه او تېزه ورنژدې شوه.

د ترکيې ولسمشر عبدالله ګل وویل چې د هېواد له خوا یې د هر ډول عمل د جدي پایلو په دلیل به حکومت تر هغه وخته کومه مفصله وینا خپره نه کړي چې د پېښې په اړه یې د دقیقو حالاتو په اړه ځان نه وي ډاډه کړی.

هغه وویل دا د الوتکو لپاره یوه عادي خبره ده چې کله کله بې لارې شي او د نورو هېوادو فضا ته ورننوځي.

دا د سوریې له خوا د زور پر کارولو نا مخامخ نیوکه وه.

ترکیه د الوتکې ضایع کېدل ډېر جدي ګڼي، خو په عین وخت کې له دې مسلې سره په احتیاط چلند کوي.

په سوریه کې د ولسي وګړو د کړاو پر سر له عامه قهر سره سره، د ترکیې حکومت پر پوځي مداخلې غور کولو ته ډېر زړه نا زړه دی.

او دغې پېښې ته هم د کوم پوځي ځواب په ورکولو کې به څه بیړه ونه کړي.

ورته مطالب