مصریان د نوي ولسمشر د اعلانېدو شېبې شماري

د انځور حقوق w
Image caption د محمد مرسي او احمد شفیق دواړو پلویان د خپل کاندید د بریالیتوب نارې وهي.

په لسګونو زره مصريانو تېره شپه د پلازمېنې قاهرې په زړه تحرير ميدان کې تېره کړه.

ټاکل شوې نن (يکشنبه، جون ۲۴) د تېرې اوونۍ ولسمشرۍ ټاکنو دویم پړاو ځنډېدلې پايلې اعلان شي.

په تحرير ميدان کې ډېری راغونډ شوي د اخوان المسلمين کانديد محمد مرسي پلويان وو.

خبريالان وايي تحرير ميدان چې پخواني ولسمشر حسني مبارک راپرځونې پاڅون سرچينه يې جوړوله د اوسنيو احتجاجونو چاپېريال په کې سوله ييز و.

خو ډېر لا تر اوسه واکمنې پوځي شورا د نيتونو په اړه اندېښمن دي. مظاهره چيانو د پوځيانو واکمنۍ پر ضد شعارونه ورکول.

د قاهرې په ختيځ نصر ښار کې شنبې ورځې پر ماښام د شفیق زرګونه پلویان راټول شوي وو.

دا هغه ځای دی چې د مصر مخکنی ولسمشر انور السادات به ۱۹۸۱ کال په کې ووژل شول.

لاریونانو د شفیق او پوځي شورا د ملاتړ شعارونه ورکول او له ځانه سره یې د احمد شفیق او د واکمنې پوځي شورا د رییس مارشال حسین طنطاوي عسکونه لېږدولي.

اعلان

قاهره کې د بي بي سي خبریال جان لاین وايي، داسې نښه نه شته، چې ګني کوم یو کاندید دې بریالی شوی وي، خو د هر کاندید پلویان د خپل نوماند د بریا نارې وهي.

نوموړی وايي، د هېواد وضعیت کړکېچن ښکاري.

د ټاکنو د کمیسیون مرستیال مشر حاتم بجاتو مخکې ویلي وو چې سلاکار فاروق سلطان به د یکشنبې پر ورځ قاهره کې د ټاکنو پایلې په یوه رسمي خبري غونډه کې اعلان کړي.

په پام کې وه چې د دویم پړاو ټاکنو پایلې د تېرې پنجشنبې په ورځ اعلان شي، خو په تېره چارشنبه یې د ځنډېدو اعلان وشو.

پایلو کې شک

د محمد مرسي انتخاباتي کمپاین ویلي چې نوموړي ۱۲ میلیون او ۷۴۳ زره رایې ګټلې، حال دا چې سیال یې احمد شفیق ۱۱ میلیون ۸۴۶ زره رایې خپلې کړې دي.

د مرسي د انتخاباتي کمپاین همغږي کوونکي احمد عبدالعاطي وویل بهر کې د مېشتو مصريانو د رایو له اضافه کولو وروسته، د مرسي د رایو پایله ۵۲.۵ شوه، خو د شفیق د پلویانو رایې ۴۷.۵ وختله.

خو په مقابل کې یې د شفیق انتخاباتي کمپاین د ټاکنو پر پایلو شک ښودلی.

د کمپاین ویاند محمود برکت ویلي: "په ټولیز ډول ټاکنو کې د اخوان المسلمین د کاندید مرسي بریالیتوب ردوو، ټول پوهېږي چې د شفیق رایې ډېرې دي، خو د رسمي پایلو تر اعلان پورې موږ پایلې نه شو اعلانولی."

ورته مطالب