یونان د بودیجې د کسر نېټه وغځوله

یونان د انځور حقوق AFP
Image caption يونان د پورونو ورکړې شرطونو پوره کولو کې تر درانه نړيوال فشار لاندې دی.

د يونان نوي حکومت ۲۰۱۶ کال ته د هغې نېټې اوږدولو وړانديز کړی چې له مخې يې دغه حکومت بايد د بوديجې کسر لږترلږه دوو کلونو کې راکم کړي.

د تګلارې يوه سند کې د يونان حکومت ويلي نيت يې د پورونو د ورکړې تړون کې نغښتې مالي موخه ده چې په معاشونو او تقاعد پيسو کې له لا نورې کمونې پرته ورته رسېدنه وشي.

يونان د پورونو ورکړې شرطونو پوره کولو کې تر درانه نړيوال فشار لاندې دی.

پارلماني ټاکنې چې تېره اوونۍ ترسره شوې، د پورونو تړون شرطونو پلي کولو په ټپه ولاړ حالت يې پای ته ورساوه.

سره له دې چې د پورونو تړون کې د سپما ټاکل شويو تدبيرونو په اړه د يونانيانو ترمنځ پراخه غوسه خپره ده، بيا هم هغه ګوندونه چې د پور ترلاسه کولو ملاتړ کوي، په پارلمان کې يې په لږ اکثريت څوکۍ ګتلې دي.

په همدې مهال د نوي حکومت لوړ پوړي چارواکي له روغتيايي ستونزو سره مخامخ شوي.

لومړي وزير انټونيس ساماراس د شنبې پر ورځ سترګه عمليات کړې، چې اوس يې حالت ښه بلل شوی دی.

د ماليې نوی وزير واسيليس راپانوس هم چې د جمعې په ورځ بې هوښه شوی و، په روغتون کې دی.

د ده حالت هم ارام او ښه کېدونکی بلل شوی دی.

ټاکل شوې وه، دی د جمعې پر ورځ د خپلې دنده لوړه وکړي. د يونان نوی حکومت له رايه ورکوونکيو سره په دې ژمنه ټاکل شوی، چې د پورونو په اړه د دغه هېواد تړون کې به پر ټاکل شويو شرطونو له سره خبرې کوي.

دغه تېرېدنې چې دوي د لاسته راوړو هيله لري اوس روښانه شوې او اغېز يې له هغه څه چې وړاندې يې فکر کېده وړاندې غځېږي.

دا ټولکه کېدی شي د جرمني لپاره له اندازې زياته غوښتنه وي، چې لومړۍ وزيرې يې انګېلا مېرکل تېره اوونۍ پر دې ټينګار وکړ چې يونان بايد د خپلو لګښتونو کمونې تګلارې ته ژمن پاتې شي.

د جرمنیانو نهیلي

يونان ته د پورونو د ورکړې تړون په اړه د جرمنيانو نهيلۍ ته د دې ښه پام دی.

يونان ته د نړيوالو پور ورکونکو اړخونو استازي، د دوشنبې پر ورځ دغه هېواد ته ورځي، چې وګوری کوم ډول بدلونونه دوی ته د منلو وړ دي.

نورو بحثونه او څېړنې به د اروپايي ټولنې په نژدې ترسره کېدونکې سرمشريزه کې کېږي. يونان اوس له خپلې خوا پر غوښتونو ټينګار کوي، چې په ورستي جوجاړي کې د پور ورکوونکيو له لوري پر يو څه تېرېدنو لاسبري شي.

خو که يې غوښتنو ته غوږونه کاڼه شول، نو په کور دننه به له ګړندي معکوس غبرګون سره مخامخ شي.

ورته مطالب