د امریکا د اساسي قانون لومړنۍ نسخه په ۱۰ میلیون ډالر وپېرل شوه

اساسي قانون د انځور حقوق Reuters
Image caption ددغه اساسي قانون پر پوښتۍ د واشنګټن د کورنۍ په یوه ټاپه هم لګول شوې ده.

د امریکا له مخکني ولسمشر جورج واشنګټن سره د امریکايي اساسي قانون یوه اصلي نسخه، چې ډېر وخت له هغه سره وه، د کرسټي مزایدې په یوه مرکز کې په ۱۰ میلیون ډالرو وپلورل شوه.

د اساسي قانون دغه نسخه د ''مونت فرنون ښځو'' یوې ټولنې اخیستې ده، چې تر ډېره دغه ټولنه د امریکايي ولسمشرانو د شخصي توکو ساتنې ته پام کوي.

د اساسي قانون ددې نسخې اهمیت دا دی چې د جورج واشنګټن په لاس په کې د هغه د واکمنۍ په لومړي کال کې ۲۲۳ کاله مخکې یادښتونه لیکل شوي.

په دغه نسخه کې د حکومت جوړونې، چارواکو، قضاییه او دفاعي قواوو او مالیې وزارت ته لازمې مادې لیکل شوې دي.

د دغه قانون رانیوونکې ټولنه وايي، چې راتلونکی کال به د امریکا د مخکنیو ولسمشرانو ځینې شخصي اسناد او شخصي توکي راونیسي.

ددغې نسخې د لیکلو تاریخ ۱۷۸۹ کال ښودل شوی، چې په دې کال واشنګټن د امریکا ولسمشرۍ ته رسېدلی دی.

وړاندې ددغې نسخې اټکلي ارزښت د دوو تر درو میلیون ډالرو ښودل شوی و.

تاریخ پوهان وايي، په دغه نسخه کې د واشنګټن لیکل شوو یادښتونو د اساسي قانون ددغه ټوک ارزښت لانور پسې ډېر کړی دی.

ددغه اساسي قانون پر پوښتۍ د واشنګټن د کورنۍ په یوه ټاپه هم لګول شوې ده.

ورته مطالب