هند وايي د ممبۍ بریدونو "شکمن طراح" یې نیول

د انځور حقوق AP
Image caption بریدګرو تر ټولو لوکس هوټل او د اورګاډي تمځای په نښه کړي وو.

هند وايي په نوي ډیلي کې یې پر ممبۍ د ۲۰۰۸ کال د مرګونو بریدونو شکمن طراح نیولی دی.

یوه جګپوړي هندي پولیس بي بي سي ته ویلي، چې نیول شوی ابو جندل د سید ذبیح الدین په نامه هم شهرت لري، اوس د پولسو په توقیف کې دی.

پر نوموړي د ۱۰ نورو په وسلو سمبالو برید کوونکو د لېږد تور هم دی، چې د ۲۰۰۸ کال په نومبر کې یې پر ممبۍ بریدونه وکړل.

د ۲۰۰۸ کال په نومبر کې د هند پر ممبۍ مرګوني بریدونه وشول، چې لږترلږه ۱‍۶۵ کسان په کې ووژل شول او ګڼ نور ژوبل شول.

په برید کې نهه بریدګر هم ووژل شول.

له بریده یو ژوندی پاتې شوی بریدګر محمد اجمل امیر قصاب د وژنو په تور نیول شوی چې د ۲۰۱۰ په مۍ کې په مرګ محکوم شو.

د هند د بریدونو پرمهال په ۶۰ ساعته برمته نیونه کې تر ټولو لوکس هوټل په نښه شوی و.

تر برید وروسته د هند او پاکستان اړیکي تر هر بل وخت ډېر ترینګلي شول.

هند د برید د پړې ګوته پاکستاني مېشتې لشکر طیبه اورپکې ډلې ته ونیوله.

که څه هم پاکستان په لومړیو کې نه منله، چې ګني اجمل قصاب پاکستانی دی، خو وروسته د هند د فشار له کبله اړ شو چې د هند دا ادعا ومني.

ورته مطالب