ناټو سفیران د لوېدلې ترکۍ الوتکې په اړه غونډه کوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption سوریه وايي الوتکه یې وروسته له هغه وویشته چې د دوی ساحل ته ورغله او په چټکۍ يې ټیټ پرواز کاوه.

د ناټو د غړو هېوادونو سفیران په بروکسل کې د سوریې له لوري د غورځول شوې ترکۍ الوتکې په اړه غونډه کوي.

دا دویم ځل دی چې دغه سفیران ددغې ناستې لپاره راغونډېږي.

ترکیې ویلي چې د پوځي مداخلې لېوالتیا نه لري، او تمه لري چې د ناټو سفیران د انقرې ملاتړې اعلامیه خپره کړي.

ترکیې ویلي چې سوریې یې "قصداً"الوتکه ویشتلې ده.

د امریکا متحده ایالتونو له ترکیې سره د غورځول شوې الوتکې د پلټنې په اړه د همکارۍ ژمنه کړې او وايي چې په دې اړه باید "له سوریې سره حساب و کتاب" وشي.

د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارني ویلي، امریکا له ترکیې سره د الوتکې د لوېدو په پلټنه کې د همغږۍ ژمنه کوي.

د تېرې جمعې په ورځ د ترکیې یوه کشفي الوتکه سوري ځواکونو وغورځوله.

امریکايي چارواکي په دې اند دي چې سوري ځواکونو دغه الوتکه په قصدي توګه ویشتلې ده.

له دې پېښې وروسته د ترکیې او سوریې ترمنځ اړیکي ترینګلي شول.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما ویلي "له ترکیې او نورو ملګرو سره د اسد د نظام د محاسې په اړه همکاري کوو."

بل خوا، ترکیې امنیت شورا ته ویلي چې د سوریې له لوري د جنګي ترکي الوتکې راغورځول د امنیت لپاره ګواښ دی.

ترکي حکومت ‎مخکې ویلي وو چې له سوریې سره د راغورځول شوې الوتکې پر سر د جګړې نیت نه لري.

انتقامي کړنه

خوم سوري حکومت ویلي چې الوتکه یې له خپل ځانه ددفاع په خاطر ویشتلې او له ترکیې او ناټو غړو هېوادونو یې غوښتي چې انتقامي کړنه ونه کړه.

ورته مطالب