"القاعده له افغانستانه عربي نړۍ ته د ستنېدو هڅه کوي"

ښاغلی ایوانز د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ایوانز وايي، منځني ختيځ کې ترهګریزې زده کړې کوونکي برتانویان برتانیا ته ستنېږي، چې دا د برتانیا د امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی.

د برتانیا د کورنیو استخباراتو رییس ام ای ۵ رییس جنتن ایوانز ویلي، د عربي نړۍ په ناامنه هېوادونو کې د هغو برتانویانو شمېر په ډېرېدو دی، چې ترهګریزې زده کړې کوي.

نوموړي وویل، چې سخت دريځي برتانویان غواړي منځني ختيځ کې ترهګریز فعالیتونه زده کړي او بیا برتانیا ته ګواښ پېښ کړي.

دا له تېرو دوو کالو راهیسې د ښاغلي ایوانز پخپل ډول کې لومړۍ څرګندونې دي.

نوموړي ویلي: "داسې ثبوتونه شته چې شکمن جهادوال منځني ختيځ ته له برتانیا څخه د پوځي زده کړو لپاره ځي."

له دې خبرو د نوموړي اشاره دا وه چې ګني "القاعده شبکه" اوس منځني ختيځ ته له افغانستانه د بېرته ستنېدا هڅه کوي، دوی افغانستان کې له ماتې خوړلو وروسته پاکستان ته پناه وړې وه."

د دښمن هدف

دغه برتانوي څارګر مشر دا هم ویلي چې "د عربي نړۍ ځینې سیمې اوس یوځل بیا د القاعدې تر نفوذ لاندې راغلې دي."

وړاندې په ۲۰۰۵ کال کې د لندن میترو د چاودنو شاهد و، چې پړه یې پر څلورو مسلمانو برتانویانو واچول شوه.

په دغو بریدونو کې لږترلږه ۵۲ کسان ووژل شول.

ایوانز وايي، منځني ختيځ کې ترهګریزې زده کړې کوونکي برتانویان برتانیا ته ستنېږي، چې دا د برتانیا د امنیت لپاره یو ستر ګواښ دی.

نوموړي باور وښود چې د لندن ۲۰۱۲ اولمپیک سیالۍ، چې راتلونکې میاشت پیلېدونکې دي، "زموږ دښمنان ښايي د بریدونو هدف به کې ولري"، خو وايي چې ددغو لوبو لپاره یې امنیتي اندېښنه له نړیوالو سره شریکه کړې ده.

هغه په مصر، تونس او لېبیا کې روان وضعیت د سومالیا او یمن له وضعیت سره ورته بللی دی.

ورته مطالب