د لندن "بېګ بن" ګړۍ پر "الزابت څلي" اوړي

د انځور حقوق
Image caption دغه برج د لندن ښار وایټهول سیمې په زړه د ټایمز پر څنډه نهر پروت دی.

په پام کې ده چې په لندن کې د پارلمان پېژندل شوی څلی چې د بیګ بن لوی ساعت له امله مشهور دی د ملکې په ویاړ چې د خپلې واکمنې شپیتمه کلیزه لمانځي، د هغې په نامه ونومول شي.

د برتانیا مهمو سیاسي ګوندونو د هغه کمپاین ملاتړ کړی چې وايي دغه برج دې د الزبت برج په نامه شي.

د برتانیا صدراعظم ډیویډ کامیرون د ملکې د شپته کلنو خدمتونو د تقدیرولو دا پرځای کار وباله.

"بېګ بن" ساعت چې د فرانسې د "ایفل برج" په څېر نړیوال شهرت لري، د ۸۶ کلنې الزابت د شپېتمې کلیزې له مراسمو څو ورځې وروسته د هغې په نامه کېږي.

په دغه ۹۶ متره لوړ برج کې د ساعت یا ګړۍ څلور مخه لګول شوي، چې وروستۍ چارې یې په ۱۸۵۹ کال کې بشپړې شوې.

دغه برج د لندن ښار وایټهول سیمې په زړه د ټایمز پر څنډه نهر پروت دی.

د برتانیا لومړي وزیر ډیویډ کامیرون ددغه برج د نامه د بدلون هرکلی کړی او وايي چې "دغه برج د الزابت په نامه کول، د ملکې د شپیته کلن خدمت لپاره ښايي."