کریسمس ټاپو کې مساپر وړونکې بېړۍ ډوبه شوې

د انځور حقوق nld
Image caption د ۲۰۱۰ په دسمبر کې شاوخوا ۵۰ مساپر کریسمس ټاپو کې د بېړۍ د ډوبېدو له کبله مړه شول.

د استرالیا چارواکو ویلي اندونیزیا ته نژدې یوه ۱۵۰ مساپر وړونکې بېړۍ ډوبه شوې ده.

دو وايي، چې سم لاسي یې سیمې ته ژغورندویه ډله استولې، چې تر دې دمه یې ۱۲۰ مساپر ژغورلي دي.

د استرالیا لومړۍ وزیرې جولیا ګیلارد ویلي، باور دی چې په دغه بېړۍ کې له ۱۲۳ تر ۱۳۳ کسانو سپاره وو:

هغې وویل: "داسې باور کېږي چې په بېړۍ کې ۱۲۳ یا ۱۳۳ مساپر سپاره وو. له نېکه مرغه ۱۲۳ کسان ژغورل شوي دي."

دوی وايي، چې دغې بېړۍ د چارشنبې په ګهیځ (جون ۲۷) د ژغورنې یو پیغام استولی دی.

چارواکو دا هم ویلي چې د ډوبې شوې بېړۍ د ژغورلو لپاره یې دوې ژغورندویه بېړۍ استولې دي.

استرالیا د مساپرو د ژغورنې لپاره د سمندري ځواکونو دوې نورې بېړۍ هم استولې دي.

دا په دې وروستیو کې دویمه مساپر وړونکې ډوبه شوې بېړۍ ده چې د کریسمس ټاپو ته څېرمه ډوبېږي.

د تېرې جمعې په ورځ هم یوه مساپر وړونکې بېړۍ له ورته پېښې سره مخامخ شوه، چې ژغورندویه ډول ۱۱۰ مساپر وژغورل او د ۱۷ نورو مساپرو مړي یې وموندل.

د تېرې جمعې ورځې په ډوبه شوې بېړۍ کې ۲۰۰ مسافر سپاره وو، چې د ژغورنې عملیات یې په تېره شنبه پای ته ورسېدل.

هغه ناقانونه مساپر چې هڅه کوي چې ځانونه استرالیا ته ورسوي، معمولاً د کریسمس له ټاپو تېرېږي.

دغه مساپر وړونکې بېړۍ تر ډېره ژغورندویه توکي لري، خو ګڼ مساپر بیا د لامبو په چل نه پوهېږي.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان په ګډون، د سریلانکا، عراق او ایران مساپر د اندونیزیا له لارې استرالیا ته د رسېدو په هڅه کې له مرګونو پېښو سره مخامخ شوي دي.

د ۲۰۱۰ په دسمبر کې شاوخوا ۵۰ مساپر کریسمس ټاپو کې د بېړۍ د ډوبېدو له کبله مړه شول.

ورته مطالب