پوتین: محمود عباس د سولې بهیر ښه مخته بېولی

پوتین او عباس د انځور حقوق x
Image caption د فلسطینيانو مشر محمود عباس وايي که اسراییل په فلسطیني ځمکو کې د مېشت ځایونو جوړول بند کړي نو کېدای شي چې د سولې خبرې له سره پیل شي.

د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین چې منځني ختیځ ته په سفر تللی د فلسطینیانو مشر محمود عباس په دې خاطر وستایه چې په وینا يي په ښه توګه يې له اسراییلو سره د سولې بهیر پرمخ وړی دی.

ښاغلي پوتین په بیت لحم کې له محمود عباس سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وویل د فلسطینیانو ترمنځ یوالی له اسراییلو سره د کړکېچ د هوارې لپاره ډېر اړین دی:

"زه باوري یم چې له روغې جوړې دمخه به یو اړخیز اقدامات بي ګټې وي. باید جدي چلند وشي او هغه مسؤولیتونه چې مخکې په غاړه اخیستل شوي وو هغه په روښانه توګه ترسره شي. بې له شکه د فلسطین د ازادۍ غوښتونکي سازمان په چوکاټ کې به د فلسطینیانو سیاسي یووالی د کړکېچ حل ته زمینه برابره کړي. "

ښاغلي پوتین د فلسطینیانو له مشر محمود عباس سره تر خبرو وروسته دا هم ویل چې موږ د فلسطینیانو پر دریځ پوه شوي یو چې د نړیوال قانون او اصولو سره سم د سولې په خاطر اقدام کوي.

د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې خبرې په ۲۰۱۰ کال کې بندې شوې.

د فلسطینيانو مشر محمود عباس وايي که اسراییل په فلسطیني ځمکو کې د مېشت ځایونو جوړول بند کړي نو کېدای شي چې د سولې خبرې له سره پیل شي:

"موږ ښاغلي پوتین ته دا روښانه کوو چې زموږ او اسراییلو ترمنځ د سولې یوازېنۍ لاره د خبرو ده. موږ اوس هم وايي چې په مسکو کې دې د سولې غونډه وشي هغه غونډه چې موږ یې په اړه مخکې موافقه کړې وه. "

تر دې وړاندې د اسراییلو صدراعظم بنیاامین نتنیاهو هم له ولسمشر پوتین نه غوښتنه کړې وه چې له فلسطنیني چارواکو وغواړي چې د سولې خبرو ته وروګرځي خو فلسطینیان وايي د سولې خبرې هله کېدای شي چې اسراییل د مېشت ځایونو جوړول بند کړي.

ورته مطالب