م.م د سوریې کړکېچ اوج ته رسېدونکی بللی

سوریه د انځور حقوق AFP
Image caption سوري ولسمشر بشارالاسد ویلي چې هېواد یې په یوه ریښتونې جګړه کېوتی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته ویل شوي چې په سوریه کې کړکېچ مخ په خرابېدو دی چې له امله یې ملکي خلک له زیاتېدونکي خطر سره مخامخ دي او د ملګرو ملتونو څارونکي نه شي کولای چې خپلې چارې له سره پیل کړي.

د ملګرو ملتونو د سوله ساتو مشر هرفیه لاډوسو دغه څرګندونې د پلازمېنې دمشق په لمنو کې د پوځ او یاغیانو ترمنځ له یوې درنې جګړې یوه ورځ وروسته وکړې.

دواړه خواوې وايي په جګړې کې په لسګونه کسان وژل شوي دي.

د ازادې سوریې د پوځ په نامه مخالفې ډلې مشر ریاض الاسد له بي بي سي سره په خبرو کې ادعا وکړه چې ځواکونه يې د هېواد پر ډېرو برخو کنټرول لري:

"دمګړۍ د سوریې په سلو کې اویا برخه زموږ ترکنټرول لاندې ده. دا خبره له دې ثابتېدای شي چې موږ د دې وړتیا لرو چې دمشق ته د غځېدلو لارو کنټرول خپل کړو او هلته موانع جوړې کړو. "

دغه راز د مخالفې ډلې مشر وايي ملګري ملتونه باید په رسمې توګه د څارنې ماموریت بند کړي چې په وینا يې ونه توانېد چې د تاوتریخوالي مخه ډب کړي:

"موږ هیله من یو چې ملګري ملتونه د څارونکي ماموریت ناکامي اعلان کړي او څارونکي له سوریې وباسي. د سوریې حکومت د څارونکو په حضور کې پر هر ښار بمونه غورځولي او ان هوايي بمباري یې کړې ده. "

اخوا په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وايي هېواد يې چمتو دی چې د نړیوالې ټولنې د استازي کوفي انان له خوا د سوریې د بحران په اړه په جوړېدونکې غونډې کې ګډون وکړي.

د روسیې سفیر په نیویارک کې خبریالانو ته وویل دا مهمه ده چې په سوریې کې د کړکېچ د پای او سیاسي حل لپاره نړیوالې هڅې کړندې شي.

هغه ویل چې دوی به خامخا په دې غونډه کې برخه واخلي:

"د کوفي عنان دا طرحه چې د جنیوا په غونډه کې دې یوه کاري ډله جوړه شي تر ډېره زموږ د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له نوښت سره ورتوالی لري ځکه نو هغه د کوفي عنان بلنه منلې ده او په غونډه کې به ګډون وکړي. "

دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د بي بي سي خبریاله وايي تراوسه روښانه نه ده چې ایا غونډه به ترسره هم شي او کنه ځکه چې اجنډا یې او دا نه ده معلومه چې څوک څوک به پکې ګډون کوي.

خو د روسیې سفیر ویلي په دې غونډه کې باید د ایران په ګډون د سوریې ګاونډي هېوادونه، د عرب لیګ هېوادونه او د امنیت شورا غړي هېوادونه ګډون وکړي.

ورته مطالب