د اسماء اسد کمیس ته د خواله رسنیو پام ور اوښتی

د انځور حقوق
Image caption د اسما اسد دغه انځور دمشق کې د جون پر ۲۰ د لوبو پرمهال اخیستل شوی.

د سوريې د ولسمشر ښځې اسما اسد یوځل بیا د خلکو پام خپل ځان ته ور اړولی دی.

هغې ته د مخالفینو پام هغه مهال ورواوښت، چې د لوبو پرمهال یې یو ټي شرټ اغوستی چې پرې لیکل شوي "خوږه هېواده"، چې ځینو سوري وګړو دا په هېواد کې پر روان ناورین د سترګو پټول بللي دی.

ځینو نورو بیا ویلي چې دغې لومړۍ مېرمنه د شاوخوا ۱۵ زره کسانو له وژل کېدو وروسته لاهم د ولسي وګړو په غم کې نه ده.

خو ځینو نورو بیا د خواله رسنیو پر وېبپاڼو لیکلي چې : "ایا سوریه له ډېرو وینو تویېدو سره سره، لاهم په تپه تیاره کې ده؟ "

د فرانسې "لوموند" ورځپاڼې ویلي چې د جرمني "بیلډ" او یوې بلې ورځپاڼې د سوري ولسمشر د ښځې اسما اسد هغه عکسونه خپاره کړي، چې "خوږه هېواده" ټي شرټ یې په کې اغوستی دی.

ورځپاڼو ویلي دا په دې دلالت کوي چې ګني لومړۍ مېرمن د ۱۵ زره کسانو وینې تویېدلو ته هېڅ اهمیت نه ورکوي.

د اسما اسد دغه انځور دمشق کې د جون پر ۲۰ د لوبو پرمهال اخیستل شوی.

نوموړې په دغه انځور کې د لوبو پرمهال پښې لوڅې او خوشاله ښکاري.

ورته مطالب