محمد مرسي د مصر د ولسمشرۍ لوړه وکړه

مرسي د انځور حقوق
Image caption محمد مرسي د اخوان المسلمین په تاریخ کې د مصر لومړی ناپوځي ولسمشر دی.

د مصر ټاکل شوي ولسمشر محمد مرسي له درو لسیزو او د حسني مبارک له پرځېدا وروسته د قاهرې د اساسي قانون په محکمه کې د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

نوموړی په مصر کې د اسلام پالو لومړی ناپوځي ولسمشر دی.

محمد مرسي د تېرې جمعې په ورځ خپلو پلویانو ته وویل "پاڅون به خپلو موخو ته رسېږي، او د خدای په فضل به دا لړۍ روانه وي او نن به پر یوې واحدې ارادې راڅرګند شي."

مرسي راغونډو شوو کسانو ته وویل: "ای د مصر لوی ولسه، تاسې ته له دې کبله راغلی یم چې تاسې د واک سرچینه یاست، د مصر ولس د چارواکو ټاکنو سرچینه ده."

محمد مرسي ټینګار کاوه چې "د شهیدانو په حقونو ورکولو کې به ډېره هڅه وکړم، او ارو مرو به د پاڅون اهداف پوره کوو."

هغه ګواښ وکړ چې "مصر باید له بهرنۍ نړۍ سره په اړیکو کې خپلواک وي، او د ځان ځانۍ یا توکم پالنې دود به ختمېږي."

هغه د مصر ټول وګړي د یوه لاس ګوتې وبلل.

د مصر پوځي شورا له ولسمشر ګڼ واکونه اخیستي دي.

د مصر نوي ولسمشر وویل چې د عمر عبدالرحمن او نورو هغو کسانو د خوشي کولو لپاره به د زړه له کومي هلې ځلې وکړي، چې په پوځي توګه محکوم شوي دي.

عمر عبدالرحمن د امریکا په متحدو ایالتونو کې په عمري بند محکوم شوی، او تورن دی چې نیویارک کې یې پر نړیوال سوداګریز مرکز د بریدونو په جوړولو کې ونډه لرله.

"هېڅ وېره نه شته"

محمد مرسي د خبرو پرمهال مینه والو ته خپله کورتۍ وښوده او وویل چې هېڅ مرمۍ ضد څه یې نه دي اغوستي: "زه ډېر منندوی یم، له خدای او تاسې ډېره مننه کوم. له خدای پرته بل له هېچا هم وېره نه لرم."

د اخوان المسلمین دغه بریالي غړي ژمنه وکړه چې د خپلې واکمنۍ پرمهال به د مصر د اقتصاد غوړېدا او د توکم پالنې د له منځه وړلو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.

هغه وویل چې د مصر د حیثیت ساتلو لپاره به کار وکړي.

د مرسي د کمپاین دفتر ویلي، نوموړی هوډ لري چې د عیسویانو له ډلې خپل مرستیال یا مرستیاله وټاکي.

ورته مطالب