پر ایران د نویو بندیزونو پيل

Image caption د دغو توکو د بارونو او لېږدونې له تمویل او بیمه کولو يې هم منع کوي.

د اروپايي اتحاديې لخوا د ایران د تېلو پر وارداتو بندیز هغه څه دي چې د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ولیم هېګ تر ټولو سخت ګام بللی دی.

دغه بندیز د اروپايي اتحاديې غړي هېوادونه یوازې د ایراني اومه تېلو یا د پترولیم تولیداتو له پېرېدلو نه راګرځوي.

د دغو توکو د بارونو او لېږدونې له تمویل او بیمه کولو يې هم منع کوي.

تېر کال د ایران د تېلو د صادراتو ۲۳ سلنه اروپايي اتحاديې ته وواو په ځانګړې توګه یونان او ایټالیا ته وه. دا د تهران لپاره ډېر بد خبر دی.

اروپايي اتحادیې ته د ایراني تېلو وارداتو بندیز په داسې وخت کې لګول کیږي چې متحده ایالتونه د هر هغه هېواد پر ضد د مالي بندیزونو ګواښ څېړي چې باور کوي له ایرانه د اومه تېلو په پېرېدلو کې د کموالي هڅې یې اغېزمنې نه دي.

دغه ګواښ په اسیا کې د ایران لوی مشتریان اغېزمن کړي دي.

چین، جاپان او جنوبي کوریا ټولو له ایران څخه د تېلو د پېرېدلو خپله اندازه کمه کړې ده.

جنوبي کوریا خو لا پلان لري چې په بشپړه توګه یې بند کړي.

اټکل دی چې د اروپایي اتحاديې او متحده ایالتو د هڅو په نتیجه کې د ایران د تېلو صادرات د ورځې شاوخوا یو میلیون بېرله کم شوي وي.

په حقیقت کې دا په دې مانا ده چې ایران ته په هرو دریو میاشتو کې نژدې اته ملیارد ډالره تاوان اوړي.

ښاغلی هېګ وايي د دغو بندیزونو موخه دا ده چې ایران په جدي توګه د خپل اتومي پروګرام په اړه خبرو اترو ته ورمات کړي.

خو په تېر کې له فشارونو سره سره، دغو خبرو اترو ډېر لږ پرمختګ لرلی دی.

ورته مطالب