امریکا د طالبانو سره د خبرو بيا پېلولو ته لېوالتيا ښيي

Image caption طالبانو په وار وار تکرار کړې ده چې نه غواړي له افغان دولت سره د خبرو مېز ته کښیني.

افغان او امريکايي چارواکو رسنیو ته ويلي دي چې د طالبانو سره د خبرو اترو د بيا پېلولو په نيت د امريکا هېواد په دې غور کوي چې يو شمېر طالب بنديان له ګوانتامو څخه د افغانستان د دولت تر ولکې لاندې زندان ته واستوي.

دغو چارواکو چې نه يې غوښتل نومونه يې افشا شي اسوشېټد پرېس ته ويلي دي چې د امريکا دولت غواړي، د دغو طالب بنديانو له خپله کنټروله په ايستلو او په بګرام کې يې د افغانستان دولت ته په سپارلو، منځلارو طالبانو ته وښيي چې امريکا لا هم، د سولې د راوستلو لپاره معاملې کولو ته چمتو ده.

د بګرام زندان همدا اوس د امريکايي ځواکونو تر ولکې لاندې دی خو ټاکل شوې ده چې د روان سپټمبر په مياشت کې يې ټول کنټرول افغان دولت ته وسپارل شي.

د دغه وړانديز يوه موخه دا هم ښودل شوې ده چې د خبرو اترو لپاره د افغانستان د مرکزي دولت اعتبار زيات کړي او طالبان دې ته وهڅوي چې د ولسمشر کرزي په مشرۍ له افغان دولت سره د خبرو اترو مېز ته کښېني.

طالبانو په وار وار تکرار کړی ده چې نه غواړي له افغان دولت سره د خبرو مېز ته کښېني ځکه چې د دوی په وينا، په عملي ډول د افغانستان د خاورې کنټرول د امريکايانو په لاس کې دی او بايد له هغوی سره خبري وشي.

د امريکايي چارواکو په وينا د لېږدېدونکو بنديانو په ډله کې د پنځو لوړ پوړو طالب بنديانو شتون د اوس لپاره له امکانه لېرې ښکاري، ځکه چې امريکايان غواړي د هغوی د برخليک پر سر جلا مذاکرات وکړي.

خو د سولې د عالي شورا د نړيوالو اړيکو سلاکار اسماعيل قاسميار بيا په دې بنديانو کې د پنځو مشرانو د شاملېدلو امکان " ډېر قوي" بولي.

د سولې د عالي شورا يو شمېر غړي واشنګټن ته رابلل شوي وو چې د امريکايي چارواکو سره د دې وړانديز په هکله خبرې وکړي.

ويل کېږي چې د شورا غړو ټينګار کاوه چې ټول ۱۷ واړه طالب بنديان دې افغانستان ته ولېږدول شي.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هم د ټولو طالب بنديانو د خلاصون غوښتونکی دی ځکه چې د ده په وينا خپله د افغانستان ادارې بايد د افغان نيول شويو ياغيانو سره لازم چلند وکړي.

طالبانو د مارچ په مياشت کې د متحده ايالاتو سره مذاکرات هغه وخت ودرول، کله چې دوی د امريکا دولت د خپلو کړو ژمنو څخه پر په شا تګ تورن کړ.

د امريکا دولت دغه پروسه درېدلې بولي خو په دې اند دی چې دغه پروسه "مړه" نه ده.

تر دې د مخه د امريکا د کانګرېس جمهوري غوښتونکو غړو د قطر هېواد ته د طالب بنديانو له وړانديز شوي لېږد سره ټينګ مخالفت څرګند کړی و.

دا ځل ښايي د اوباما اداره په دې هڅه کې وي چې افغانستان ته د دغو بنديانو په لېږد خپل سيالان راضي کړي.

د چارواکو له قوله، د اوباما د ادارې جګپوړي چارواکي لا هم د دغه وړانديز په څرنګوالي په غور بوخت دي او په دې هکله تر اوسه پورې نهايي پرېکړه نه ده شوې.

ورته مطالب